محتاجه ژوند
نه رسومنزل ته نیمه لار کې پاته شوي يو
ځکه چې حالاتو د کاروانه پاته کړي يو
نن چې دامحتاج ژوندسره لاس اوګریبان يوموږ
داسې بد حالاتو نور بې وسه ، ستړي کړي يو
نشته دی درمان مو دمرض نه کوم هوښارطبيب
موږ دا نا علاجه ژوند ټول عمر زورولي يو
موږ دميلمه قدر په هر وخت اوهر زمان کړی
موږ خو همیشه خپلې راستۍ را پرزولي يو
ناست يو په تياروکې په اميد د سباوون يو موږ
تل دا اجنبيانو په خپل مينځ کې جنګولي يو
جوړبه شي وطن بيا که نصيب مو روغه ،جوړه شي
ځوان قوي تاقت لرو بې کاره پاته شوي يو
څو به افغانان وي تل محتاجه د پردو ملکو
ځکه تل پردو موږ ه په سپک نظر کتلي يو
-----------------------------------------------
سمیع الدین افغاني
٣ - ٢ - ٢٠١٢
م ٠ کال
03.05.2011
- د سراج الدین کلیوال اسلامي او اصلاحي ویبلاګ
هلمند څخه دنن افغانستان ټولنې خپرېدونکې نن افغان ویبپاڼه پرلیکه شوه او مینه وال کولای شي دغه پاڼه په لاندې پته وګوري. ...
05.03.2012
- د سراج الدین کلیوال اسلامي او اصلاحي ویبلاګ
ليکوال: زبير افغان رفع اليدين تحقيقي او څېړنيزه مقاله په اسلام کي تر کليمې وروسته دويم مقام او مرتبه د لمانځه ده ، په قران کريم او نبوي احاديثو کي يې زيات فضائل راغلي او په ټينګو الفاظو يې د ادا کولو امر شوی دئ ، په قران کريم کي د لمانځه لپاره هر ځای د اقامې توری کارول شوی دئ چي د سمې او پر نبوي طريقه د برابرې اداينې معنی ترې اخيستله کېږي . له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي چي د مسلمان او کافر تر منځ په لمانځه ت...