تحقیقات ددې ښودنه کوي چې دسهار لمانځه په وخت ادا کول او له اوږد خوبه پاڅیدل په تیره بیا دسهار په وخت ویښیدل دزړه ناروغیو په مخه نیولو کښې اغیزشیندونکي کیدلای شي .
دایران دزړه او رګونو ډاکټر مهردادفخرالدیني له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل دې ته په پام سره چې دزړه ددریدا ستونزې په تیره بیا دزړه ددریدا ناروغۍ اکثره دسهار په وخت حمله کوي او دسهار په وخت دوینې پنډوالی زیات حد ته رسیږي دوینې دباو او په ګونو کښې دوینې دپنډیدا فاکتورونه په زیاتې اندازې کښې وي په دې ا ساس په دې وخت کښې له خوبه ویښیدل دوینې دڅرخیدا او دزړه دکار په تنظیمولو او کنټرولولو کښې مرسته کولای شي .
دایران دغه ډاکټر په دې خبرې سره چې دزړه دریدا او دزړه دناروغې حملې ترټولو خطرناکې ناروغې او په شپه او ورځ کښې داوږدې مودې خوب دشاهرګونو دبندیدا او دشریانونو دتصلب اصلي سبب دي زیاته کړه دسهار له اول وخت سره د یووخت والي په دلیل دسهار لمانځه ترسره کول او دغه راز دروحي ارامښت رامینځته کول په خلکو کښې د زړه دحملو دخطر د فاکتورونو په کمیدا کښې اغیز شیندونکي دي .
هغه وویل په دغه فاکتور سربیره په ژمي موسم کښې هم دساړه داغیز له کبله دزړه ناروغیانې او دریدا ډیرې لیدل کیږي .
دایران دغه ډاکټر فخرالدیني زیاته کړه دسهار په وخت په موقع لمونځ او دسهار په لومړیو کښې ویښیدل دزړه ددریدا دناروغیو له مخه نیولو سره مرسته کوي او دهورمونونو ، سیلولونو په فعالیت په نتیجه کښې دوینې په څرخیدا کښې اغیزشیندونکی رول لري