وعن زيدبن خالدالجهني رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : مَنْ صَلي سَجدَتَيْنِ لايَسْهوفيهِماغُفِرَلَه ماتَقَدَمَ مِن ذَنْبِه . رواه احمد

ژباړه : حضرت زيدابن خالدجهني وايي چې پيغمبرعليه السلام وويل : څوک چې دوره رکعاته لمونځ داسې وکړي چې په هغه کې هيڅ ډول تېروتنه (سهوه ) ترې رانشي نودداسې لمانځه په بدل کې به يې الله پاک ټولې مخکنۍ ګناوې وبښي .

تشريح :

په پورتني حديث کې چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم دلمانځه ارزښت اوګټي څرګندې کړي خوله دې سره سره بياهم نن زمونږ ډېرشمېرمسلمان وروڼه داسې شته چې دلمانځه لپاره وخت نه لري اودالله پاک له لورينواوبرکتونوڅخه بي برخي دي اوپه دې نړۍ کې دالله پاک له حکمونوڅخه داسې لاپروااوغافله ژوندتېروي اوداسې ښکاري چې يوازې دهمدې نړۍ لپاره پيداشوي وي اودالله پاک هغوجنتونواوښکليو ماڼيوته يې اړتيانه وي چې دلمانځه له امله يې مونږاوتاسوته دراکولوژمنه کړې ده .

راځئ ګرانو! اوس هم لاوخت شته چې پورته شواوداوداسه اولمانځه لپاره ځانونه چمتوکړواوخپل ځانونه اوکورنۍ دالله پاک درحمت اولورينې وړوګرځووخوافسوس بياهم دهغه چاپه حال چې له دې ټولوخبروسره سره دلمانځه په اړه لاپروايي کوي .

 

معارف الحديث دوهم ټوک ١١٠مخ له يوڅه زياتونې سره 

دقاسمي ژباړه اوزياتونه