قصيده
ددين له نوره ډکه ئې هرخواهره کوڅه ده
ديوبندددين شعبه ده يوعظيمه مدرسه ده
روزلي ئې په غيږکي څه دنورډکي څهرې دي
انوارپرې اوريدلي دي دنياپه ښائسته ده
قاسم نانوتوي مي په نړۍ کي دين تقسيم کى
محمودهم بله کړې پراسيا ددين ډېوه ده
حسين ئې مدني يوه چينه دخداى ددين وه
دشاه انورشاه دفيوضاتويوکيسه ده
حکيم دټول امت اشرف علي تهانوي ؤ
خليل سهارنپوردفيوضاتويوجلوه ده
الياس کاندهلوي داعي ددين الهي دى
پاللې مولانا ظفراحمددغه کوڅه ده
انوارددين خپاره سوه ذکريااوديحيانه
رشيداحمدګنګوهي ګټلې کارنامه ده
مفتي محمدشفيع دمعارف ځلانده ستورى
يوسف بنوري هسکه دحق دين مناره ده
مفتي ولي حسن زرولي خان لکه لمرونه
تقي عثماني کي بيايوبل رنګه مزه ده
مفتي عبدالعلي ديوبندي مي نه هيريږي
ګران شيخ عبدالغني ټوله چمن په ښايسته
مفتي محمدفريدمي دتاريخه څه شاهکاردى
مرحوم ګران حسن جان پرې منوره چارسده ده
ډاکترشيرعلي شاه دنبوي باغچې مالياردى
مغفورالله بابا دى پرې روښانه حقانيه ده
شهيدنظام الدين دشهادت په جام اوبه سو
صفدرسرفرازخان مودتوحيدحقه نعره ده
سليم الله خان تل پردغه لاره مستقيم دى
قاري محمدطيب پکي ليدلې څه مزه ده
حافظ فضل محمددهدايت دنورڅراغ دى
حافظ عبدالواحدپه شالدره کي لو اسره ده
بل شيخ محمدعلي دتصوف پراسمان لمردى
دشيخ عبدالحکيم سره ددين حقه جذبه ده
ددين پراسمان ستوري په تياروکي ځليدلي
تړلې ئې دشرک اوبدعتونودروازه ده
دسپينوسپين کاروان دى ترمنزله رسېدلى
دحق پرلاره تللې دادحق دين قافله ده
ددين پرلاره تللي دادنورډکي څهرې دي
په ياد کي ئې ليکلې عمري داقصيده ده