ادبي سفراودهريواپه لمن كي مشاعره
ليک : شاولي ،،زيارمل ،، هلمند لښكرګاه .
له ډيري مودي راپدېخواء مولوي عبدالهادي ،عمري، صاحب او ښاغلي محمد نعيم افغان داوړو يوله بل سره تليفوني اړيكي دځنځير دكړيو په شان سره تړلي وي ، دزړه خواله به ئې په فضاء كي دتليفون په واسطه دزړونو دتندي داوبيدلو لامل وه اړيكي ئې د ادبي لاريون دپرمختيا په منظور وې دايو سوچه افغاني اوفكري شريك تړاو دى.
اړيكي په يوه خوږه انډوالى واوښتې ان تر دې چې په هرات كي يې ديوې درني مشاعري دكيدلو په منظورموږ ته هم دوينا والو او برخوالو په قطار كي دبرخې اخيستلو بلنه راكړه .
دمازديګر په وخت چي دكليوالوپرچم لمر دتورو غرو پرسر وو،ورځي كرار كرار فضا تورې تياري ته سپارله ښآغلى عبدالهادي عمري ،صاحب ،زما دوكان ته راغى دا وخت ښآغلى عطا ء محمد سيلاب ،، اوشريعت يار صاحب دچا يوسره كلچي خوړلې ،عمري ،صاحب ،هم ورسره په زياته مزه وخوړلي ځكه وږى وو.
ماته يې سباته دتلو په هكله خبر راكړ،زه دموټرو تمځاى (دكندهار اډي )ته ورغلم ،زما ،ښآغلي عمري ،غوث الله مجرح ، درې واړو ته مي ټكټونه وكړل په ټكټ كې دموټر دپيل او روانيدو مهال درې بجي دشپي او زموږ دري واړو دڅوكيو نمبرونه په ګوته شوي وه.
زه څه ناڅه وځنډيدم دشپي مي خوب ونه كړ او فكري څپو دځان سره اخيستى وم ځكه داسي
ښارته تلونكى وم چې دعرفان ،علم ،تاريخ ،تمدن په اړخوكي دپوره
ځانګړ تيا لرونكى وو،دعالمانو اوكلكو متصوفينو مدفن وو،دامواو هري رود سيندونو په اړخونوكي موقيعت هم په ځينو ځايونوكې دبين النهرين بڼه خپلوي ،دلرغوني تاريخي پيښو دعظمت شاهد اوساتونكۍ ښار وو.
دري بجي او ۳۰ دقيقي دموټرو تمځاى ته ورغلم او عمري صاحب او مجروح صاحب لا دمخه راغلي وه او( ۳۰۳) ډوله موټر اړخ ته ئې زما دراتلو شيبي شمارلې .
روغبړ مو وكړ او په موټركې په هغه څوكيوكي كيناستو دكومو چې نمبرونه په ټكټ كې ليكل شوي وه،تر څه ځنډ وروسته موټر هم حركت وكړ.
دلاري په اوږدوكې دشپي څلور بجي اولس دقيقي وي لښكرګاه مو دهرات په نيت پريښوده خوب مو پرسر او شپي مو په سترګو زور كړى وو،څه مونه ليدل سرونه مو دنشيانو په څېر ځوړند نيولي وه خبري مو هم دخوبن حالت خبري وي چي يو بل به مو په لنډو تورو (هو يا) سره ځوابول ۲۵ دقيقي مو مزل وكړ چې دلښكرګاه دوراهي (دوه لارې ) راورسيده داځاى دهرات په لوري دافغانستان دحلقوي سړك څخه دلښكرګاه پرلوري دځانګړي سړك دبيليدو نقطه ده، دلته موږ هم دګرشك په لور راوګرځيدو دګرشك تر ښارپوري ورسيدو پرلار مو ديخچال شنه ښكلي او مشهوره سيمه هم په توره شپه او خوبن حالت تر شاه پريښوده.
يخچال ديوې ناوي په څير اوږده پرته سيمه ده چې ديخو بادونو لرونكي سيمه ده.دخونكې هوا له كبله ورته يخچال وائې.
دګرشك دښار څخه باندي دتيلو يوه پمپ سره موټر ودريده او راكښته سولو دلته اوبه
وي دسهار لمونځ مو اداء كړ همدا راز دلته يو پرچون پلورنځى هم و زه او عمري ورغلو پيسته او ژاولي مو رانيولي ،موټر ته راوختو اوبيامو مزل پيل كړ.
دښوراب، تلخك او سنګيلان سيمي مو يو په بل پسي تر شاه پريښودي شپه سباه شوه ،دهلمند سيمه هم زموږ څخه پناه شوه ، دنيمروز ولايت پرڅنډه ددلارام بازار ته راورسيدو داځاى هم دنيمروز ولايت سړك دهرات پرلورد حلقوي سړك څخه جلا كوي .
همدراز د دلارام له بازار څخه دفراه او غور پرلور هم خام سړكونه جلا او په دښتو او غړنوكي اوږده غځيدلي دي ،چې ډيرې صحرائې او غرنۍ سيمي ددلارام سره نښلوي ځكه دلارام يو ستراتيژيك اهميت لري .
دسهار تر نهه بجي او ۳۰ دقيقو مو مزل ته دوام وركړڅو دچكاو زړه وړنكې دره مو چې دمار په شان پيچلي طبعي جوړښت يې درلود تر شاه پريښودل،دفراه رود سيمي ته ورسيدو او دسهار چاى دخوړلو په نيت ديوه ښايسته هوټل مخي ته له موټره راكښته سوو_داچې دفراه سيند پرغاړه حكومتي ساتونكي پوستي او نوري حكومتي اداري او بيا همدغه بازار ټوله يو دبل څنګ ته دعمومي حلقوي سړك پرغاړه پراته دي ځكه اوس ټوله سميه په فراه رود ياديږي.
دلته مجروح صاحب وږى وو دپسه له غوښو څخه جوړ كباب سپيني غوښي ئې هم دعمري صاحب له مخي څخه خپلي خواته ور واړولي اوټولي وخوړلي ، ددي هوټل دخوراك دپخيدلوكيفت ښه نه وو چې ډوډۍ يې هم دكمه لاسه وه ځكه ډيرو خلكو ئې له خوړولو ډډه كوله دلته ديوه خوراك بيه ۱۴۰ افغانى وه .
دهرات پرلور
لس بجي وي چې موټر حركت وكړ او يو ځاى چې شني ،لوئي شېلې او زړه وړونكي هوآرې درلودلې زما ډيره خوښه شول ما وپوښتل چې داكوم ځاۍ دى ؟بلدو خلكو راته وويل چې دا(حوض خرما بولي)،داسيمه ځكه موږته نوره هم جالبه شوه چې تليفونوهم ددې سيمي څخه كار پيل كړ.
په موټركي دسپرليو په وينا چې داځاى دغلو معدن وو،دلته خلك په سپينه ورځ لوټيدل ،پوليسو به هم دخلكو څخه پيسي اخيستلي،دسړك پرغاړه به پوليسو موټر درولي وو اودخلكو څخه په ئې پيسي اخيستلي.
په تآسف سره بايد ووايم چې اوس هم پرلاري پوليس له موټر وانانو څخه پيسيې اخيستلي ،پاټكونه ئې ډير جوړكړي وه.
دشين ډنډ ولسوالۍ بازار دهوآئي ډګر باندنۍ برخه او په ونو پوښلي ګلو يې په زړه پوري انځور درلود چې تر ډيره يې زموږ پام وراړاولى وو،پراخ دښتونه ئې در لوده ،مجروح صاحب ماته وويل ددې ځاى حكومتي مسولين دولتي ځمكي نه قبضه كوي داسي نه دي لكه په هلمندكي چې ټوله دولتي ځمكه قبضه سوه آن تر دې چې تاريخي ځايونه ئې هم قبضه كړي دي .
دعمري صاحب دغه دښتونه ډير خوښيدله او ويل به ئې چې په دغه دښتوكي كه زه واى څومره ښه شعرونه به مي ليكلاى دلته ماته ښه الهام مخه كوي ،ما ورته وويل چې زه څو ميږي درته رانيسم او پدې دښته کي ئې پيايه خپل شعرونه جوړوه ،نوم به دي هم( شپون شاعر ) كښيږدو په دي خبره ټولو وخندل .
داوخت زموږ مشر ملګري شريعت يار صاحب هم راته تليفون وكړزموږ پوښتنه ئې وكړه بيا ئې دښه سفر غوښتنه درلوده.
په هر ګام دنويو پيښو او زړه وړنكو ځايونو دليدو په خوند بوخت وو چې دهرات دروازي ته ورسيدو او په نظام قرول كې موټر ودريده ، پوليس موټر ته راوختل او لومړى ئې وويل :ګرانو مسافرينو دهرات ښارته په خير راغلاست ،بيا ئې دموټر تلاشي واخيسته نارينه پوليسو دنارينه وو او ښځوئې دښځوڅخه تلاشي كوله.موږته اجازه راکړل سوه اودهرات دښارپه ساحه ورننوتو
پدې وخت کي دافغان صاحب زنګ عمري صاحب ته راغى
سلام عمري صاحب چيرته ياست ؟
عمري صاحب : دهرات ښار ته راغلو.
افغان :- په خير راغلاست . په نمبر يك پوسته به تاسئ ته انتظاركوم.
عمري صاحب :- ډېر ښه در به سو.
يو لس بجې او لس دقيقي وي چي دنمبر يك پوستې سره له موټره كښته سولو له افغان صاحب سره مو وليدل تر روغبړ وروسته دهغه په شخصي موټركي دښار پرلورو لاړو .
په ښاركي موډير څه وليدل خو ماته جالبه دا وه چې ديوه ځاى ( ديو در وازي نوم) دروازه كندهار وه هلته دكرهني زيات شيان دپلورلو لپاره تر سترګو كيدل چې په څلور لاري ديوه ټانګ پرسرخلكو په لاسونو كي نيولي وه داټوله جوړشيان وه ،وروسته كوچي ماركيټ ته ولاړو ،هلته دافغان صاحب د اوسيدوځاى وو.
دمازديګر مهال ووچي افغان صاحب ددباندي څخه يو مېلمه راوستى او موږ ته ئې راوپېژندى چي داقاضي محمدحسن حقيار صاحب دى او له كابل څخه راورسيده . دحقيار صاحب دخبرو څخه معلوميدله چې رښتيا هم عالم ،قاضي او حقياردى په ليدو يې خوشحاله شوو دشهيد روحاني قيصه هم ياده كړه پرهغه موډيري خبري وكړي.
لږ ګړى وروسته يو بل ملګرى هم راغۍ چې دپيژندني پرمهال مونوم واريدى هغه تيمور شاه يوسفزى وو زموږ سره يې ښه مينه وكړه او موږ هم ښه مينه وركړه او دزړه خواله موورسره وكړه، په ورځي نه پوهيدلو او نه مو ستړيا احساسوله ځكه هرګړى ديوه نوې نوې ملګري وياړ راپه برخه كېدى.ماښام اوه بجي او لس دقيقي وې دښار دليدلو لپاره ووتلو،دماښام لمونځ مودهرات په لوى جامع جومات كي اداكړ ، داجامع جمات ډير پخوا دبيلابيلو دينونو دعبادت او لمانځني ځاى وو.
دزر دشتيانودعبادت ځاى ووپه ۲۹ هجري قمري كال مسلمانانو دفارس له لوري داځاى فتح كړ او تار يخي معبد په مسجد واوښتى – تر (۴۰۰) هجري پوري په اسياكي يوازينۍ ودانۍ همدغه وه چې رغول شوې وه په ۴۱۴ هجري قمري كال كې ددې جومات نيمه برخه چې په لرګيو جوړه سوې وه وسوځېده.
په ۵۹۷ كال كي دسلطان غيااث الدين غوري په وخت كې ددې جوړېدل په پخو خښتو او اوسنې شكل وسول . په دي مسجد جامع كې يو لوى دېګ هم پروت دى چې تاريخي ارزښت يې جوت دى .
تر ۸ بجو پوري په ښاركي وګرځېدو راوګرځېدو او بېرته اوطاق ته راغلو داوخت مو په هرات كي دازادى راډيو خبريال شرف الدين ستانكزى هم دافغان صاحب په اوطاق كې وپيژندى اوپه ليدو يې خوښ سو.
دماخوستن دلمانځه وخت سو دوى ټوله لمانځه ته ولاړه زه اوعمري صاحب لږ څه وروسته ورپسي ورغلو جومات تير سوى وو موږ هم بيرته اوطاق ته راغلو او هلته مو لمونځ اداء كړدشپي نهه بجي موږ ډوډى وخوړل ، شپه تيره شوه سهار سو .
سهار زه او غوث الله مجرح ښارته راووتلو ،دښار بيلابيلو برخوته ولاړو ،يوه سراى ته ورننوتلو چې ټوله كباړي شيان پكښي خرڅېدله ،يوه سپين ږيري سړي زاړه ټيپونه خرڅوله يو ټيپ ته ئې دعبيدالله جان كندهاري فيته ور اچولي وه ،خپله ئې دلاس په ټولو ګوتو ګوتمۍ اغوستي وې داوخت ښاغلي مجروح د يوې قطعي عكس داخيستلو غوښتنه وكړه ،سپين ږري هم اجازه وركړه .
ستړي سولو او بيرته داطاق پرلور دتلو اراده مو وكړه ،يو ځل اطاق راڅخه ورك سو خوبيرته مو پيداكړكله چې راغلو او ګورو چې ممنون مقصودي ، صاجب او له كندهار څخه ښاغلۍ نجيب الله هوتكي صاحب ، او دښاغلي قران مل په ګډون ګڼ شمير شاعران اوليكوالان راغلي وه.
تر روغبړ او تعارف وروسته مو دبحث ټغر وغوړاوه دهر كونج اوكناره مو له يوبل سره خبري وكړې ،جالبه داوه چې كله نجيب الله هوتكي صاحب خبري اودليكنو ځيني برخي وليدي موږ سره وخندل او ومو ويل چې داخو كټ مټ زموږ حاجي شريعت يار صاحب دى .
(دهريوا په لمن كي ) مشاعره
دماپښين دري بجي وي چي دمشاعري په تالار كي كوم چي دبشر حقوق په كار ځاى كې جوړسوى وو راغلو ، دا شانداره مشاعره ( دسپيني ادې ادبي اوكلتوري ټولنه) لخوا ترتيب سوي وه ددې ټولني مشر ښاغلى ډاكتر حميدالله ،،نيازى ،، وو خو دښاغلي افغان صاحب مينه ناكه وضيعت پكښي جوت رول درلود.
مشاعره په دوه بجي او دېرش دقيقې پيل او پر اوه بجي پايته ورسيده.
مشاعري دري برخي در لودي چي دپيل خبري ،نثر،او شعرونه يې عمده توكي وه ،دقران تلاوت ترټولو لومړى وو،ورپسي پرانيستونكې وينا داريانا نظري لخوا ايراده سوه وروسته نجيب الله هوتكي صاحب او نورو يو په بل پسي ترتيب سوي مقالي ولوستلې.
غونډي دنظم رنګ خپل كړاوتر ختمه پوري بيلابيل شاعرانو شعرونه يو په بل پسي ولوستل چي په لاندي ډول وه.
تلاوت : دقاري نورالله، حيمدي، لخواء
ور پسي ملي سرود وږغول سو.
دوينا ووبرخه .
محمد شفيع دوالي ليكلى او راليږلى پيغام ولوست.
اريانا ،نظري، دسپيني ادې دټولني په اړه او دمشاعرې پرانستونكې وينا وكړه.
ورپسې دبشر دحقوقو ددفتر ريئس عبد القادر ،رحيمي ،عالمانه بيانيه ايراده كړه.
قاضي محمد حسن ،حقيار هم دشعر او ادب پر ارزښت اوږدې خبري وكړي.
ښاغلي نجيب الله ،هوتكي ،لومړى څو خبري او بيا ئې يوه مقاله ولوستله.
دشعرونو برخه.
ښاغلي عبدالله ،ستوري،يو شعر را واو راوه.
غوث الله ،مجروح يوه څلوريزه او يو ه غزل وويل .
واجده ،نيازۍ ، دحميدي ،پكتيانۍ ،شعر ولوست.
نعمت الله دمحل دګلونو تر عنوان لاندي شعر ولوست.
ګناه مي داده چې پښتون يم دا په شعركې ميرويس ملګري وويل .
ممنون مقصودي ،صاحب ،دوطن مور تر عنوان لاندي نظم ولوست چې له لوست څخه ئې ټوله دتالار برخوال متاثره سوله.
عبدالهادي ،عمري ،يوه ځلوريزه او يو نظم ووايه .
استاد خادم دري شعرونه ولوستل .
ددوه څلوريزو او يوه شعر ويلو ته ښاغلى قدرت الله ليوال وو.
معصومې ،نيازۍ،دپسرلي په هكله شعر ولوست.
مولوي عبدالغفار،احمدي، مشواڼي،هم يوه څلوريزه ولوستل.
واثق سنګريار يو شعر اوبل نظم ولوستل .
شراف الدين ستانكزي هم يو شعر ووايه.
سكينې ،نيازۍ ،هم دمور په هكله يو شعرپر موږ پيرزو كړ.
عبدالنافع ،همت ،ازاد نظم ( زما دژوند قافله) را واو راوه.
ما زيارمل هم يوه طنزيه غزل او يو شعر برخوالو ته وويل.
.
_ ستاينليكونه ووېشل سوه.
دمشاعري لومړۍ برخه پايته ورسيدونكي وه چې ستاينليكونه په لاندي ډول وركړه سوه.
۱ داطلاعاتو او كلتور دريئس لخوا ښاغلي محمد نعيم ،افغان ته ،
۲ دوالي صاحب دمرستيال لخوا ښآغلي نيازي ،نظري ،،ته.
۳ سميع الله صاپي ،وته هم ستاينليك وركړه شوه.
۴ قاضي حسن حقيار ته دسميع الله اسحاق زي لخواء.
۵ دڅارنوال خليلي لخواء مولوي عبدالغفار ،احمدي ،مشواڼي ته.
مشاعره دمازديګر دلمانځه دادايني په منظورلږشيبه وځنډيده.
دمشاعرې دوهمه برخه _
دخداۍ دفرض لمو نځ تر اداء وروسته بيا مشاعره پيل سوه.
سپين ږيري وطنمل ،، ډير ښكلى ترنم راباندي واو راوه .
نقيب الله ،نيكمل ،نظم ولوست.
محمد ظاهر،،حيدرنظم ولوستى.
زاهراءجاني هم شعر ولوستى.
الحاج نور احمد قران مل ،هم يو شعر ولوست.
بشيراحمد ،،دراني ،،څو بيته او يو غزل وويل .
پښتون ،،نيازي ، هم يو شعر ولوست.
نورالدين ،مسلم ،،دورور وژني په سرليك يو شعر ولوستى.
حاجي ظريف ،، باركزي ، څو بيته، يو شعر ولوستل.
حميد ،،الهام ،،څلوريځي راباندي پير زوكړلې.
قاري نور الله حميدي،،ښكلى ترنم راباندي ولو راوه .
ډاكتر حميد الله ،،نيازي ،، يو ښكلۍ شعر ولوست.
صديق الله ،،ساپي ،، په شعركي وويل چې راسه پسرليه.
تيمورشاه يوسفزي ،، شعر ولوست.
عتيق الله مطمين ، يوه څو بيته ولوستل.
مشاعره دقاضي محمد حسن ،حقيار ،په دعائيه وينا دشپې پر ۷ بجي او دېرش دقيقې پاى ته ورسيده.
دمشاعري له ختم سره سم دنيازي صاحب كور ته راغلو ،نيازي صاحب دمشاعري او دميلمنو دګډونوالو لپاره دډوډۍ بندو بست كړى وو هلته مو هم دډيرو ملګرو سره وپيژندل او ډوډۍ خوړلو وروسته يې دموسيقۍ پروګرام هم درلود چې د۱۲ بجو دشپي پوري يې دوام وكړ.بيرته راغلو او دافغان صاحب په اطاق كې زه ، عمري صاحب او مجروح صاحب په يوه
ا طاق او ښاغلي ممنون مقصودي او ښاغلى حقيارصاحب په بل ا طاق او نور په بېلابيلو اطاقوكي بيده سوه.
دسياحت پيل
شپه تېره سوه سهار سو ،دسياحت وار سو ،له اطاقه راكښته مخ په بازار سو،سره له ملګرو زه مقصودي ،صاحب مجروح صاحب او قاضي صاحب حقيار سو
دحمام طلبګاره سوو،
موږ حمام ته ورننوتلوموږ نمريې حمام ته ورغلو ،په ګله ئې حمام كې دومره ډيرخلك وه تاچي ويل دمرستي وركولو په موخه راټول سوي دي دحمام كولو وروسته بيرته اطاق ته راغلو.
چاى مو وخوړلي او ۱۰::۱۰ بجي وي ټول سره يو ځاۍ سوه دملګرو شمېره ۲۰ تنو ته رسيده داطاق څخه راكښته سو ،دڅه مزل وروسته داختيارالدين كلاته ورغلو.
دازادى راډيو سيمييزه خبريال شراف الدين ستانكزي موږ ته معلومات راكول.
لومړۍ زموږ سترګي په كلاكې په سپينو ډبرو ولګيدي ،وموپوښتل داڅنګه ډبري پرتي دي ؟
ستانكزي وويل :- داډبري قاچاق وړونكو له هرات څخه دباندي وړلې ،ونيول سوې او دلته كيښودل سولې ،ستانكزي زياته کړه اختيارالدين كلاه ته هرات ارګ هم ويل كيږي.
دكلا پرسر يوځاى جوړ سوى وو چې دتالاربڼه يې لرله له ليدلو ئې دتاريخ يوه پاڼه سړي ته وريادېدله چې دكتلوئې ديوه ځاى په هكله پوهه زياتيږي.ددې ځاى څخه دكلا بل اړ خ ته ولاړو او هلته مو يوبرج څخه ليدنه وكړه چې نژدې ټول هرات ځيني معلوميدى په هكله يې ستانكزي موږته وويل:- دابرج د تيموريانو په دوره پوري تړلى اثر دى ،دوخت حاكمانو ددې برج څخه كار اخيسته، دډاكتر نجيب الله دحكومت په وخت كې پدې برج كي يو ه امنيتي پوسته وه ،دتورن اسماعيل خان ولايت پرمهال دده ديوه قوماندان بسم الله خان ديوانه په نوم پوسته وه چې ډير خلك يې په دغه كلاكې ووژل .
دغوائې داومي د۱۳۵۷ كال راپديخوا دغي كلا راز راز ستونزي اوپيښي ليدلي دى.
ددغي كلا دري دروازي وي بيا يوې المانۍ څيړونكي مير من (كتر كينا)دشننو په لړ كې بله دروازه هم پيداكړه چي اوس كلا څلور دروازې لري خو موږ ئې يوازي يوه وليده.
كلا په ښايسته بڼه په پخو خښتو جوړه سوې وه ،دكلا په منځ كي ډير سوپې وې چې داوسيدوپه توګه كار ځيني اخيستل كيدى ،كلا څو نورې خوني هم درلودې چې پخوا داسانو داوسيدولپاره وې.
دکلاموزيم
موزيم موهم وليدى چې د كلا په لومړى پوړكې جوړ سوى وه . ډير ښه موزيم وو، ډير توكي ئې لرل چې دپخوانيو حكمرانانو دجګړيزو ،اقتصادي ،سوداګريزو او نورو حالاتو څرګندوني يې دحال په ژبه كولې پدې موزيم كې تر ۷۰۰ قلمه زيات توكي ځاى پرځاى سوي وه.
په نړيواله سطحه تر ټولو ښه نقاشي.
ددې كلابلي برخي ته و لاړو هلته يوه دروازه مخي ته راغله ،داد حرام سراى دروازه وه اود(غلام كشت) په نامه تر دروازي لږ ورتير سولو ، دحرم سراۍ داخل سولو ټوله حرام سراۍ په زړه پوري وو ،خوپكښي دملكي حمام هم وو ،پدې حمام كې څه ناڅه نقشونه هم تر سترګو كېدل چې ښكلې خو پيچلې بڼه يې لرله،
ستانكزي راته وويل :- ديونسكو دغړو او پلاوي په قول ددې ځاى دنقاشي په ټوله نړۍ كي ښه نقاشي ده او دده په څرګندونوكې دا خبره هم وه چې دهرات تر ټولو دقيق پوره پخواني توب جرمنيانو ثابت كړى دى.
_ دتور غونډۍ پرلوري _
دغرمي ۱۲ بجي وي داختيارالدين كلاڅخه راووتلو څو كيلومتره مو مزل وكړ يو ځاى لويې ،لويې تپې وې چي طبعي منظم شكلونه او بڼه ئې درلوده، ددې ځاۍ نوم تور غنډى وه ښه هوائې وه ،زړه وړنكي دسيل ځايونه يې لرله ،دشنو غونډيو په لمن كې ځاى ځاى خلك معلوميدل چې په ميله دخپل فاميل سره راوتلي وه .
دتور غنډى د پراخي سيمي او ښه هواڅخه يې مزه څكله د يوې غونډى لمني ته ورتاوسوو
زه اوعمرصاحب يوې غونډۍ ته پورته سولو او مجلس مو ديوه سره راومښلاوه بيا نور ملګري هم راغله تر ډير مجلس وروسته مو ډبره غورځول هم وكړه .
دماپښين دوې بجې وې چې له غونډى څخه راكښته سولو ماپښين لمونځ مو اداءكړ دوه بجي او دېرش دقيقي مو ډوډۍ وخوړله
دډوډۍ خوړلو لږ وروسته مو تورغنډۍ بېرته دهرات دښآر په نيت پريښوده
۳۰:۳۰ بجي له تور غنډۍ څخه راروان سو ۳۰د قيقي وروسته پارك ملت ته راغلودپارك اړخ ته( تخت سفر) وو اود پارك او تختي سفر تر منځ دامريكا قونسل ګري هم وه چې نژدې يو كال مخكي په دغه قو نسلګرۍ بريد هم سوى وو.
دتخت سفر مخامخ دهرات نوى رغول سوى پوهنتون هم وو او دلوړو زده کړو جوګه سوى وو
داوخت موږ په ملت پارك كي وو،ډېر ښه پارك وو بېلابېلي ښكلي وني پكښي شنې وې .
پارك ساتل سوى وو داسي معلومېدل لكه روزني ته چې ئې پوره پاملرنه كيږي، ارغواني رنګه ګلونه هم په ونوكې ښكاريدل، داپارك دغره په څنګ كې جوړ سوى وو چې دطبيعت بڼه يې پرصنعت زور معلومېدله .
ددې غره په سركي يوغار(سمڅه ) هم وه چې درويشان يې بلۍ، درويشان غار دښاغلي ستانكزي په وينا چې تر اتو(۸) كيلومتره اوږدوالى ولري دې غار ته ډير خلك ننوتلي دي خو لږ خلك ژوندي راوتلي دي او نور ټول هلته ورك سوي دي .
حكومت ئې خوله ځكه بنده كړه چې خلك پكي وركيږي مخكي ئې خوله خلاصه وه، درويشان غار په خوله كي شپږ او څه لاندي اته نور قبرونه هم وه چې خطونه وربآندي ليكل سوي او ددي قبرونو پخواني توب يوه نخښه ئې بللاى سو.
دولايت مقام هم دملت پارک څخه معلومېدى داسي ښكارېدى لكه يو ګڼ ځنګل چې وي په خاص او فني ډول په ونو پوښل سوى وو او دليري څخه ئې خورا زړه وړونكې منظره درلودل .
نژدې ماښام ؤ چې دملت پارك څخه راووتلو او دخواجه عبدالله انصاري صاحب دزيارت پرلور روان سولو ،داوخت مو ادبي سفر روحاني بڼه خپله كړه.
دزيارت مخي ته دزرنګار په نوم يوې ماڼۍ هم شتون درلود ،دزيارت په دروازه كې راسته اړخ ته په زينوكې وختو دحضرت محمد ص( دموى مبآرك ) زيارت مو وكړ بيرته راكښته سو او دخواجه صاحب دزيارت په لورې ورغلو يو ملنګ ناست وو چې ور سره پرتي اوبه يې دتبرك په منظور موږ هم وچښلي ، وروسته بيا نور قبرونه وه چې نوشتې ورباندي وې او دهر قبر دڅښتن دپيژند ګلوى په هكله هم يو څه وربآندي ليكل سوي وه .
دالله (ج) او دحضرت محمد (ص) نومونه هم پر ډبرو حكاكې سوي وه.
دخواجه صاحب انصاري دزيارت لويديځ لوري ته يوه ونه ولاړه وه منځ ئې ټوله خالي او يوي خواته مكمل پرمنځ پرې سوې هم وه، خو شنه وه چې داد تعجب وړ خبره وه .
دشراف الدين ستانكزي په وينا چې دطالبانو دواكمنۍ پرمهال طالبانو دغه ونه كښله خو دلته زلزله وسوه او ونه دهيبت له مخي ونه كښل سوه او له زلزلي څخه وتښتيدله او لاتر اوسه پاته ده.
دلته دامير دوست محمد خان قبر هم وو امير دوست محمد خان دباركزيو ددوري يو مشهور واكمن وو ،جالبه خبره وه چې ديوه سترواكمن او لوى درويش قبرونه دي په يوه محل كې وي خوپردرويش دي خلك راټول وي او دامير څخه به خبر هم نه وه ، چې دلته سته اوكه نه؟
دزيارت دننوتلو طريقه داسي وه لومړى دنمك دان په نامه يو ځاى ووهلته به ولاړل هلته به ډير زړه وړونكي ډول اوبه رابهيدلي ،دومره ږغ به يې كاوه لكه يو لوى سيند چې بهيږي ،لومړى
به ئې اوبه څښلي او بيا به ئې مالګه څكله او بيا به زيارت ته ورتلى خو اوس هغه طريقه نه وه كه به څوك دشپي له خوا په زيارت كې پاته سو ډوډۍ به يې په زرنګار ماڼى كي خوړله .
زموږ دزيارت كولو پرمهال هوا باراني وه او بارن هم اوريدى.
دخواجه عبدالله انصاري صاحب له زيارت څخه ۵:۴۵ بجي دتورن اسماعيل خان دزوى ميرويس (صادق) قبرته ولاړو دميرويس دقبر مخامخ دړنديانو لپاره ښوونځۍ هم وه ، چې اويا تنه زده كونكي يې لرل چې نږدي يوه مياشت كې ئې دټوله كتاب لوستل زده كړې وه.
دميرويس قبرمو دخواجه غلتان بابا دزيارت په موخه پريښودى، دخواجه غلتان زيارت ته ورغلوځيني خلك وايې چې داد خواجه انصاري صاحب استاد دى او كله چې غلتان ولي هرات ته راغى وئي ويل چې دلته وليان سته دغره پرسر پري وتى او ځمكي ته په لغښت راغى اوس خلك هم لغړوي اوځيني خلك وائې چې دخواجه غلتان بابا له زيارت سره سړى پريوزي ،راسته پښه پرچپه كښيږدي يو ځل الحمد الله او دري ځله داخلاص سورت ووايې لاسونه پرسترګوكيښيږدى سترګي پټي كړي يوار واوړي نور خپله لغړي ځكه اوس خلك ورته غلتان بابا وايې ،غلتان په پښتو لغت كي لغښتل دي دا زيارت دامام جامي صاحب زيارت ته نږدې اودهرات نوي ګمرك اړخ ته موقيعت لري .
دروحاني سياحت اختتام پردوه برخو ووېشلو ،عمري صاحب ،ستورى صاحب،ښآغلى حقيارصاحب او افغان صاحب دشراف الدين ستانكزي په لار ښونه دفرياد سيمييزي راډيو ته ولاړه او نور موږ ټوله دافغان صاحب يوه ملګري لخوا وربلل سوي وو،هلته ولاړو .
دميلمستيا ځاى ته عمري صاحب او ملګري يې هم ۱۰: ۳۰ بجو ته راغله او يو ساعت مو نور هم يو دبل سره مينه او دزړه خواله تبادله كړل بانډار موادبي وو او ادب مو هنري بڼه خپله كړه.
۱ ممنون مقصودي صاحب دكونډي دزوي دفلم تمثيل راباندي ولوراوه .
۲ ممنون مقصودي صاحب دنوي كور نوي ژوند دډرامي ديوې برخي تمثيل وكړ.
۳ عبدالله ستوري ترنم وكړاو يوه غزل ئې په ترنم ښكلې موږ ته ډالى كړه.
۴ ما زيار مل هم يو شعر ولوست چې غزليزه بڼه ئې درلوده.
دشپي ۱۲ بجي مو رخصت واخيست او دافغان صاحب اطاق ته راغلو مازديګر مو لادموټر ټكټونه اخيستي وه ، دشپي پر دوه بجي او۱۰ دقيقي مو اودسونه تازه كړه او دموټرو دتمځاى پرلور وخوځيدو،په تمځاى كې مو دافغا ن صاحب څخه رخصت واخيست او ۳۰۳ ډوله بس موټر ته وختو بېرته دهلمند پرلور موټر حركت وكړ ټوله خلك بې خوبه وه لكه نشه داسي په ځوړند سر، پټي سترګي او چوپه خوله پاته وه په څوكيوكي چوپه چپتياوه لكه په موټركي چي هيڅوك نه وي.
:۳۰ : ۵ بجي په اب خرما كې له موټره څخه راكښته سولودسهار لمونځ مو اداء كړ كله چې موټرته پورته سولو يوسړى بيده وو ، زموږ ملګري عمري صاحب ورته وويل كښېنه لمونځ وكړه،هغه بهانه وكړه او وئي ويل چې زه اودس نلرم ،عمري صاحب ورته
وويل خو هغه اوبه دي اودس وكړه خوهغه سړي څادر پرسر راكش كړ او بيده سو موږ ټولو لعنت پر ووايه چې دخداى له عبادت پرواء نلري.
:۳۰ ۸ دقيقي ګرشك او:۰۰ ۹ لښكرګاه ته راورسيدو.
دمنني څرګندونه___
دنيازي صاحب ،افغان صاحب ،شراف الدين ستانكزي صاحب
،تيمورشاه يوسفزي او ټولو ملګرو څخه ډيره مننه كوم چې دمېلمنو په مېلمه پالنه ،
زموږ دسوالونو په ځوابونو او زموږ دخوشحاله ساتلو لپاره ئي
خپله هيڅ راز كړنه او وسايل ونه سپمول.