زياتي پيسې لنډه كيسه
ليکوال : احمدشا ه پاڅون
هوټلي مي مخي ته پتنوس کښيښود ، هګۍ او شيدې يې راوړي وې ، ما لا لومړۍ ګوله خولې ته کړې نه وه چي دوه کسان مخامخ راته کښېنستل دواړو جګي وني لرلې يوه لنګوټه او ږره لرل او دويم پر تورو کاليو ښکلې شابآزي غاړه په خامګ ګنډلې وه ، د خولۍ لپاره يې د سر وروستۍ برخه غوره کړې وه . پر يوه بې مانا ټوکه به دواړه له خندا شنه سوه .
_ صدرۍ مي هيره سوه
_ والله هلته عجيبۀ صدري را مالومي دي
_ ارزانه دي ؟؟
_ هاهاهاها ته هم د ارزان پوښتنه کوې
_ په غرورو ، زه والله که د پيسو په کيسه کي يم اصراف مي نه خوښيږي ، راځه څو صدرۍ غواړې
دواړه شنه د خندا ولاړه
لنګوټې والا هوټلي ته چغه کړه (( ياره ژر کوه زر کاره لرو ) ملګري ته يې وکتل (( کيلي ستا سره ده؟ ) )
د ملګري د هو ويلو سره يو لس کلن هلک را شين سو ډنګر وجود ، شليدلى ګريوان او لڅي پښې . خيرنه د ټوکره کڅوړه يې په لاس کي ټينګه کړه لاندي يې څپليو ته و کتل ورو يې وويل ( بوټونه رنګوى ؟ ) شابازي غاړي والا وويل
-چيرې رنګوې
- دلته دبآندي
-ښه ډير رنګ ورکړه ويې بريښوه سمه ده
هلک څپلۍ پورته کړې روان سو دوى بيا د خندا شنه سوه .
هوټلي يې مخي ته د پتنوس څخه غابونه خواره کړه مشر هغه يې وويل (( زه خو هګۍ نه خورم )
- ولي
- چاغوي مي
- هاهاها په دې نه چاغيږې
- . دا ډير وخت کيږي غوړ مي کم کړي دا وګوره خېټه مي غټه سوې ده
خېټه ښوودلو سره يې شاوخوا و کتل لکه چي په نظر يې زه چاغ ورغلم راته يې و کتل موسک سو
-
-
(( چاغښت خوند نه کوي اوه ))
خبره مي ور تايد کړه .
دوى غابونه سپره کړې وو چي هلک د څپليو سره يو ځاى د دوى مخي ته و دريد .
- سم دي رنګ کړه ؟
- وو ، ددې سره يې څپلۍ د کلکين رڼا ته د نندارې په شکل و نيولې
- دا خو نه بريښي _ بګړۍ والا په لږ قهر وويل ډير رنګ وکړه
- هلک بيا پر څپليو برس وهل پيل کړه و يې ويل رنګ مي ډير ورکړى دى .
- سم دي نه کړه رنګ .، هلک څه ونه ويل د پيسو ترلاسه کولو په هيله و دريد
سړي د هوټل څخه لري يو کس ته چي د سړک پر غاړه ولاړ وو ګوته و نيول .
- هغه سړى وينې هغه ته ووايه راسه ، ماته انتظار دى
هلک بيله څه ويلو په بيړه د سړى پر خوا ور روان سو ، د هوټل له دروازې به وتلى نه وو چي لنګوټې والا خپل ملګرى پر اوږه و ټپاوه ويې خندل درځه چي ځو ( درشخند په ډول ) هاهاها پيسې غواړي
دواړو رنګ سوي بوټونه په پښو کړه تر څو چي هلک راتلى دوى دواړه له هوټله ورک سوي وو
.
-