غزل ادم صفت الله
زه چي تر اوسه لا نا كامه خواركى ښكا ريږم
ستا له نظره تر ابده ليونی ښكا ريږم
ما دوصال په پلمه بيا كچكول تر څنګ نيولى
هر لحظه ويو ديدن ته سپلنی ښكاريږم
دعمروتور مي پر تندي يوړي دا ستا دپاره
په تهمتو كي اوس له هر چا څه لمړى ښكاريږم
لكه رحمن بابا هميش تر خاورو خوار مي ګوره
ګوره دليڅي را لويدلى مات بنګړى ښكاريږم
په څا څكو څاځكو چي په او ښكو خپل زخمونه مينځم
داخو لا زه يم چي تر دې دمه ژوندى ښكاريږم
په خپل لباس كي تر هر چا ځان ته سپيڅلى وايم
زه به پدې لباس كي حتما هلمندى ښكا ريږم
دزمانې په كږ ليچو كي مي وختونه تير سوه
ځان ته چي ګورم لا تر اوسه هم زلمى ښكاريږم
زما ئې وسترګو ته تحفه دژړا اوښكي راوړى
په ژبه روغ يم خو سيالانو ته ګنګى ښكا ريږم
صفت ا لله چي په رشتيا ځانته ادم وايمه
دبل په غم كي به هميش هميش لوګى ښكاريږم