راپورونه ښایي چې د استرالیا د مانوس سمندري توقیف خونې څخه په لسګونو کډوالو چې پناه غوښتنې یې رد شوي د پیسو په بدل کې خپلو هیوادونو ته د بیرته ستنیدو پریکړه کړې.

د استرالیا حکومت د کډوالو پالیسي له کلونو راهیسې د کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ ده، نو له همدې امله د استرالیا حکومت د ۲۰۱۴م کال راهیسې په دې هڅه کې دی چې رد شوي پناه غوښتونکي د پیسو په بدل کې راضي کړي تر څو خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

که څه هم ډیری وخت به دغه ډول وړاندیزونه د کډوالو لخوا نه قبلیدل خو دا ځل د هفینګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړې چې د وړاندیز شوو پیسو تر زیاتیدو وروسته لږترلږه ۳۰ کسانو د شل زره ډالرو اخیستلو په بدل کې ستنیدو ته زړه ښه کړې.

په مانوس توقیف خونه کې د بهروز بوشاني په نوم ایراني پناه غوښتونکې هفینګټن پوسټ ته ویلي چې دغه ۳۰ کسان د نیپال، بنګلادیش، ایران او لېبنان هیوادونو اصلي اوسیدونکي دي. که څه هم دغو کسانو په خپل لاس هوکړه لیکونه لاسلیک کړي خو د ښاغلي بوشاني په وینا دغه کسان له ډیرې مودې راهیسې د مهاجرت چارواکو لخوا تر فشار او تهدید لاندی وو.

د مانوس توقیف خونه چې د پاپوا نیوګیني هیواد کې موقعیت لري د دغه هیواد د سترې محکمې لخوا کابو لس میاشتې وړاندې غیر قانوني اعلان شوې وه، خو اوس هم فعالیت کوي او د اوسیدونکیو د پناه غوښتنې قضیې یې تر څیړنې لاندې دي.