په هلمند کي کر هڼه ا و ما لداري
ليکوال : محب ا لله دکر هڼي دليسي زده کونګي
هلمند دافغا نستان دکر هنيزو ولايتو څخه يوعمده ولايت دي چي نسبت نورو ولايتونو ته ډيره کر هڼه او دمالو روزنه پکښي کيږي ،
لمړی کر هڼه: هلمند څورلس ولسوالي لری لکه با غران .، موسی کلا ، کجکي ، نوزاد ، سنګين ، واشير ، نهرسراج ، نا دعلی ،مار جه ، ښاروالي ،دبارګزو ناوه ، ګر مسير ، خا نشين ، او دريګستان ولسوالی .
دکجکي دولسوالي دغرب سيمه لکه زمينداور بغنی او با غران دموسی کلا بعضي سيمي دنوزاد او وا شير سيمي دکاريز په اوبو خړو بيږي په کال کي دوه فصلونه حا صلات پلاس ځني را ځي لکه غنم او جواري په نورو ولسواليو کي لکه دکجکي دولسواليو جنوبي سيمي دسنګين ، نهرسراج د ښا روالی مربوطي سيمي لکه بابا جی ،بشران ، دبارګزو ناوه ، ګر مسير ، خا نشين او دريګستان ځني سيمي لکه دتا غذ ، ملخان ، او خوا جعلی سيمي دهلمند درود څخه خړو بيږي يا دي سوي ولسوالۍ دهلمند درود شرقي او غر بي خواؤته وا قع دي
په ټوله ولسواليو کی دوه فصله حا صلات کيږي لکه غنم او جواري په بابا جي ، بشران ، بولان او دنهرسراج مر کز ته نژدی سيمو کي په ډيره اندازه تر کاري کيږي لکه سره با نجڼ تور با نجن بينډۍ با درنګ، پياز ،ګندنه او پا لک هم کرل کيږي چي ددغو سيمو اقتصاد ته ئې ډيره وده ور کړيده
دناوي په ولسوالي کي پر غنمو او جوارو علاوه خټکي او هندوانې کرل کيږي چي په پخوا زمانو کي به دناوي خټکي او هندواني بهرنيو هيوادو ته لکه هند او پا کستان صا دريدي .
دنا دعلي او مارجي په ولسواليو کي پر غنمو او جوارو علاوه ماش ، لو بيا ، من پلۍ او پنبه هم کرل کيږي چي پنبه ئې پر بست تصدی علاوه نورو هيوادو ته هم صا دريږي.
دوهم ما لداری : دهلمند په ولايت کی زموږ اکثره کو چيان دبا غران ، موسي کلا ، نوزاد ، وا شير ، دنو دمارجي د سيستاني په سيمه کي ، خا نشين ، ګر مسير او دريګستان په ولسواليو کي خپل ما لونه رو زي چي د ميږو ، بزو او اوښانو څخه عبارت دي ددغو مالونو څخه شيدي ، مستي ، کورت ، غوړي ، او وړۍ پلاس را ځي دشيدو ، مستو او کورتو څخه ئې دهيواد په دننه کي استفاده کيږي او وړۍ ئې بهر نيو هيوادو ته صا دريږي دهلمند کو چيان په ژمي کي په هلمند کي تيروي او په پسرلي کي بعضي کو چيان سيا بندو ته ځي او بعضي ئې دکلات سيمو ته ځي دهلمند دکو چيانو ټول اقتصاد پر ما لداري ولاړ دي دهلمند کو چيان دخپل ژوند ټول مصا رف ددغي لاري پوره کوي
دا چي دهلمند ولايت يو لوي زرا عتي ولايت دي نو پدي خا طر دهلمند دخلګو په هلو ځلو سره په هلمند کي يوه دکر هڼي ليسه او يو دکرهڼي پو هنتون جوړ سويدي چي دکرهڼی او ما لداري په اړه تدريس پکښي کيږي او په هر کال پنځوس يا شپيته نفره ځني فا رغيږي چي دکروندګرو اومالدارو دستونزو په حل کي ور سره مر سته کوي