موږ څوك سره بېلوي او د څه لپاره؟
لیکوال:حبيب وقار
habibeviqar@yahoo.com
دموكراسي، بشردوستي، د ترهګرۍ جګړه، بيارغونه، سوله، ملي پخلاينه، طالب، جاسوس، مجاهد، مخالف، وسله وال، امنيت، سني، شيعه، پښتون، هزاره او تاجك ټولې هغه كلمې دي چې د افغانانو د غولونې لپاره كارول كېږي. او افغانان يې د خپلو موخو لپاره په دې نومونو سره بېل كړي دي.
دا ټول هغه څه دي چې زموږ افغانانو په سترګو كې خاورې شيندل كېږي، دا ټولې كلمي يوازې او يوازې زموږ تر منځ د نفاق اچولو لپاره بهرنۍ ډلې كاروي، د دې كلمو تر شا ډېرې نورې كلمې نغښتې دي، كه چېرې نورې كلمې او موخې نه واى نغښتې نو نن ورځ به موږ يو بل نه سره وژل، موږ ټول پوهېږو چې زموږ ټول هېوادوال مسلمانان دي، نو بيا ولې يو له بل سره جنګېږي، ولې د نژاد، ژبې، سمت، او نورو ډېرو وړو مختاړو له امله زموږ هېوادوال وژل كېږي.
آيا موږ چې ځان ته مسلمان وايو، زموږ لپاره دا ښايي چې د بلې سيمې او يا هم بلې ژبې د كسانو په بمبارولو، وژلو او نازولو ماشومانو په يتيم كولو خوښي وښيو؟ نه هېڅ كله هم نه. نو بيا ولې د يو بل ملا نه تړو، يو بل ته ولې د ورورولۍ لاسونه نه وركوو، په خپل منځ كې مينه محبت نه كوو، ولې بهرنى دښمن نه پېژنو؟
آيا دا هر څه د بهرنيانو له خوا پر موږ نه دي تپل شوي؟
آيا اوس هم زموږ هېوادوال فكر كوي چې بهرنيان د بيارغونې او مرستې لپاره راغلي دي، او زموږ سره مرسته كوي، بيارغونه كوي، بشر دوستي كوي، د هېوادوالو ستونزې اواروي، امنيت مو نيسي او بالأخره زموږ د هېوادوالو لپاره هوسا ژوند جوړوي؟
آيا زموږ هېوادوال او چارواكي تر اوسه پورې ويده دي؟
دوى تر اوسه پورې امريكاييان خپل ساتونكي بولي؟
دوى تر اوسه پورې په دې ونه پوهېدل چې هره ورځ وژنې، بمبار او بې عزتي څه مانا وركوي؟
موږ تر اوسه پورې نه پوهېږو، چې آيا په رښتيا هم كفار زموږ د هوسايۍ لپاره كار كوي؟
آيا موږ تر اوسه په دې اند يو چې امريكا د ولسواكۍ لپاره كار كوي؟ نه هېڅ كله هم نه.
دا بالكل سمه ده چې موږ نه پوهېږو، كه پوهېداى نو په موږ كې به د يو اسلام او يو افغانيت تر چتر لاندې بېلابېلې كړۍ نه جوړېدې، موږ به نه سره ټوټه ټوټه كېدو، موږ به خپل ورور ته دښمن نه وايه. تېر كال زما يو ګاونډي راته د خپل مهاجرت كيسه كوله، ويل يې الله دې كافر هم بل هېواد ته نه اړ باسي، هغه چې د روسانو له ظلمونو څخه ايران ته مهاجر شوى و. ويل به يې سره د دې چې زه يو شيعه وم خو بيا به مې هم د ايرانيانو ظلمونه چې زموږ په هېوادوالو به يې كول نه شواى زغملاى. نوموړي ويل: ايرانيانو به په دې پلمه چې د يو چا نوم به عمر و او يا به له بل توكم او مذهب څخه و، د پوهنتون ته تلو اجازه نه وركوله. نو اوس تاسې په خپله قضاوت وكړئ چې ماته د خپل ملك پښتون، هزاره، ازبك، تاجك او هر بل لږكى په درد خوري او كه پاكستانى او يا ايرانى. نه هېڅ كله هم بل څوك نه! زما ملاتړ يوازې په هغه چا كېږي چې هغه افغان وي او بس نور كه له هر قوم او ژبې څخه وي زما ورور دى.
نو چې داسې ده خپل ورور ته ورور ووايئ. د خداى لپاره خپل افغانان او خپل وروڼه نور په بهرنيانو مه بمباروئ. كه هغه هر څوك وي، له هر قوم څخه وي او د هرې سيمې اوسېدونكى وي.
نو موږ بايد پوه شو چې امريكا زموږ لپاره د هوساينې هېڅ هم نه كړي او نه يې هم كوي. دوى يوازې زموږ په منځ كې تفرقه اچوي، موږ له يو بل سره جنګوي او زموږ تر منځ ورورولي له منځه وړي.
همدې امريكاييانو زموږ په سګلونو ماشومان يتيمان كړل، په سلګونو يې هم په خپل ماشومتوب كې د ړندو بمباريو خوراك كړل.
نو آيا امريكاييان اوس هم دا دعوه كوي چې دوى د بشردوستۍ لپاره كار كوي؟
كه چېرې دوى د بشردوستۍ لپاره كار كوي نو آيا افغانان بشر نه دي؟
دوى د دموكراسي د پلي كولو لپاره زموږ هېواد ته الوتكې، ټانګونه، سرتېري او بېلابېلې وسلې راوړې. نو دوى كومې دموكراسۍ او ولسواكۍ ته ژمن دي. په بې ګناه خلكو باندې د بمونو اورولو ته هم دوى ولسواكي وايي؟ آيا ړندې بمبارۍ، د خلكو خولې ورپټول، د خلكو تهديدول او د خلكو په كورونو بې اجازې ورننوتل دموكراسي ده؟ يو انجينر راته كيسه وكړه، چې د ارزګان په ترينكوټ كې يې له يوه شركت سره د بهرنيانو په يوه كمپ كې كار كاوه. بهرنيانو ترې پوښتنه كړې وه، چې د ترينكوټ امنيت څنګه دى، نوموړى چې په خپلو سترګو امنيت ليدلى او واقعيت هم دا و چې د ترينكوټ له ۵ كيلومترۍ څخه بهر څوك نه شواى تلاى، نوموړي چې دا ډول حقيقت ورته ويلى و، نو بهرنيانو شركت ته ټليفون كړى و چې نوموړى انجينر بايد ډېر ژر له ترينكوټ څخه وايستل شي. ځكه چې دوى ښاغلي د ولسواكۍ شعارونه وركوي، دا چې د بيان آزادي د ولسواكۍ له اصولو څخه يو اصل دى، نو دا د دوى د بيان آزادي ده چې يو كس نه شي ويلاى چې امنيت شته او كه نه. كه يې حقيقت ووايه نو شړل كېږي به او كه يې وويل چې ډېر ښه امنيت دى او بهرنيانو موږ ته ډېر ښه امينت راوستى نو بيا خو همدا ښه سړئ دى. دا د دوى هغه اصل دى چې دوى ورته ژمن دي. دموكراسي، د خلكو حكومت، د بيان آزادي، د خلكو نظرياتو ته درناوى د دوى شعارونه دي؛ خو په عمل كې هېڅ هم نه شته.
لويديځه نړۍ د بشردوستۍ چيغې هم وهي، د ښځو او ماشومانو حقوق ځكه غواړي چې هغه بشر دى، نو ايا هغه كسان چې د دوى په ړندو بمباريو كې وژل كېږي هغه بشر نه دي؟ دوى د ماشومانو حقوق غواړي، هغه ماشومان چې د دوى له لاسه هره ورځ په زانګو كې ساه وركوي هغه بشر نه دي؟ دوى د ښځو حقوق غواړي هغه ښځې چې د دوى د بريدونو له لاسه خپل مېړونه چې نظاميان هم نه دي له لاسه وركوي آيا هغه بشر نه دي؟ دوى په ودونو بمبار كوي، چې ټول ملكي كسان دي. آيا هغوى بشر نه دي؟
دوى په خپله دې دوره كې ايا د هسكې مېنې، عزيزآباد، بالابلوك، شاه وليكوټ، سيدآباد، چاردرې او روداتو پېښو قربانيانو ته د بشر په سترګه كتلي؟ که دوى دې كسانو ته بشر نه وايي نو چا ته بشر وايي. د دوى په نظر بشر څوك دي، حيوانات او كه كوم بل څه؟
لويديځوال افغان جګړې ته د ترهګرۍ ضد جګړه وايي. اوس بايد نړيوال په حقه قضاوت وكړي او دا څرګنده كړي چې افغانان ترهګر دي او كه دوى خپله، كه چېرې افغانان ترهګر وي، نو آيا افغانانو تر دوى ډېره ترهګري كړې، نن ورځ چې زموږ په كليو بانډو كې څوك د الوتكي غږ اوري، ماشومان او ښځې له ډېرې وېرې څخه له كورونو نه راوزي، ځكه چې دوى د الوتكي له غږ څخه پوهېږې چې بمبار، وژنې، او د خلكو بې عزتي ورسره مل ده. نو اوس ترهګر څوك شول. د ترهګرو لغوي مانا ده وېره اچول، اوس دې نړيوال قضاوت وكړي چې وېره څوك اچوي؟
كه چېرې د دوى جګړه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره وي، نو بيا يې ولې په دې اتو كلونو كې له منځه يو نه وړه؟ ولې د دوى له الوتكو او ټانګونو سره سره بيا هم ستونزې ډېرې شوې او دې جګړې نوره پراخي پيداكړه؟
چې داسې ده نو ټولو ته څرګندېږي چې تر كاسه لاندې نيم كاسه شته، مانا دا چې دا جګړه د ترهګرۍ د كرلو لپاره ده نه د وركولو لپاره؟
دوى وايي چې دوى په دې اتو كلونو كې له افغانانو سره د بيارغونې په برخه كې په ميليارډو ډالرو مرسته كړې، چې مرسته يې كړې، نو بيا دا مرستې څه شوې؟ ولې خلك له بيارغونې څخه ناخوښ دي؟ ولې د خلكو له دولت څخه زړه سوړ شوى؟ همدا لامل دى چې نن ورځ د دولت او ملت تر منځ ورځ په ورځ بېلوالى رامنځ ته كېږي، ځكه چې دولت ملت ته په هېڅ ژمنو كې صادق پاتې نه شو. كه چېرې له دولت سره مرسته شوې وي، نو بيا ولې په دې اتو كلونو كې يوازې د پلازمېنې د سړكونو رغونه هم ونه شوه؟ نو له دې څخه مالومېږي چې بيارغونه هېڅ نه ده شوې كه چېرې څوك لوړو بلډېنګونو ته اشاره كوي، نو بايد په دې پوه شي چې هغه زورواكو، قوماندانانو او يا هم په شخصي ډول د شركتونو له خوا څخه جوړ شوي دي. هغه د دولت او بهرنيانو مرسته او كار نه بلل كېږي.
د امنيت لپاره الوتكي، ټانګونه، پرمختللې وسلې، مرمۍ، شاجورونه، زېرې او ډول ډول نظامي وسايل راوړل شوي دي، خو امنيت ورسره خراب شوى دى، ښه شوى نه دى. ټولو ته مالومه ده هغه وخت چې د طالبانو حكومت ته په هېواد كې پاى وركړل شو، امنيت د پخوا په ډول لكه د طالبانو د حكومت په ډول و، خو له هغې وروسته بيا تر نن پورې ورځ په ورځ امنيت د خرابېدو په لور روان دى، كه چېرې د امينت په خرابوالي خبرې كوو، نو ډېرې شرحې ته اړتيا ده خو دا چې دا معضله ټول په خپلو سترګو ويني هغه دا چې د هېواد په پلازمېنه كې هم څوك په آرام سره نه شي ګرځېداى نو دا بيا څه ډول امنيت دى؟
سوله چې كولاى شي جګړو او كړاوونو ته پاى وركړي، د كال په هر څپركي كې د يوه شعار په توګه وړاندې كېږي، وايي موږ له منځلارو طالبانو سره سوله كوو. كه چېرې په رښتيا هم سوله كوئ ولې يې له ټولو طالبانو سره نه كوى؟ په سوله كې ولې شرطونه وړاندې كوئ هغه هم داسې شرطونه چې هغوى يې په هېڅ ډول منلو ته تيار نه وي، كه شرطونه وړاندې كېږي هم بايد چې داسې شرطونه وي چې يو څه د منلو وړ وي. اوس د سولې له خبرو هم ملنډې جوړې شوې دي، هېڅ څوك هم د سولې پر خبرو باور نه كوي، بلكې په پوره ډول فكر كوي چې دا يوازې ملنډې دي او بس.
نو اوس دې خپله هېوادوال فكر وكړي، چې دوى د څه لپاره سره بېل شوي دي، او هغه كسان چې بېلابېلو ډلو ته مشورې وركوي، آيا د دوى لپاره ښه نظر لري، كه چېرې ښه نظر لري، په دې څو ارزښتونو كې چې پورته ياد شول او بهرنيان يې په اړه شعارونه وركوي، كوم يو ته وفادار پاتې شوي، كه چېرې ډلې ټپلې هم پوهېږي چې تر كاسه لاندې نيم كاسه ده نو بيا بايد په خپلو منځو كې د ورورولۍ فضا حاكمه كړي، او خپل افغانيت او اسلاميت ته ژمن پاتې شي كه نه زموږ افغانانو حالت به تر دې هم خراب او كړكېچن شي.
د ټولو افغانانو د بيدارۍ، او په خپلو منځونو كې د ورورولۍ په هيله.