غزل

 

زه د ښــــار ښـــا يستې لــكه كمر تر ملا تړلى يم

داسي يوه چــــا لـــــكه ســـــره زر تر ملا تړلى يم

 

بېله دغه چا به مي ژوند اور واخلي لمبه بـه سي

سم لكه مـــاهى يـــــــو سمندر تـــــر ملا تړلى يم

 

دغه ساغر هغه ساغر هـــــــره ورځ نــــــارې وهي

زه د شــــــرابـيانــــو قلندر تـــــر مــــــلا تړلى يم

 

ها د فلسفې خـــــاونــــــد هــا شتمن شاعر وايي

جوړ يمه ګودر يم ماځيګر تــــــر مـــــــلا تړلى يم

 

نن بيا د هغې نامه په جــــــار نــــــارې وهلې چي

ډېر ډېر ورته ګران يمـــه ثـــــمر تـــر ملا تړلى يم

نقيب ثمر