د شهيد صاحب نور ځدران لنډه پيژندنه
شهيد صاحب نور ځدران په کال ١٣٢١ ه ش کال د پکتيا ولايت د ګرده څپرې د تره خيلو
په کلي کې په يوه روحاني کورني کی سترګې دنيا ته پرانستې ٠
شهيد صاحب نور ځدران په کال ١٣٢٨ه ش کې د حرپي ښوونځي په لمړي ټولګي کې
شامل او د دې ښونخي د فراغت ورسته بيا په کال ١٣٣٩ ه ش کې په حربي پوهنتون کې
چې د کابل په بالاحصار کې يې موقعت درلو شامل شو ٠
نموړی په کال ١٣٣٤ ه ش کې د حربی پوهنتون نه فارغ او د قلات په پلي غنډ کې په
خدمت وګمارل شو ٠
د قلات په پلي غنډ کې درې کاله خدمت وروسته د کابل د ريشخورو د کشف په اومه
قطعه کې په دندې وګمارل شوچې پدې قطعه کې د جګړنی رتبې ورسيد ٠
شهيد جګړن صاحب نور ځدران په اسلام مين او پدې لار کې يې خپل رښتينې مبارزه د
خدا او د خيراو فلاح په لاره کې دمخلصو او په اسلام مينو مجاهدینو سره نژدې
مرستندوی پاته شوی دی ٠
شهيدجګړن صاحب نور ځدران چې د کشف دنده په غاړه لرله په
ه ش ١٢ - ٦ - ١٣٥٧
کال کې دشپې په ١٢ بجو کې د روسی بوډاګې نظاميانو له خوا د نورو مجاهدينو ورنو
سره ونيول شو او د پلچرخې زندان ته يې تسليم کړ ٠
دا د روژې ورستۍ او د اختر شپه وه چې اختر يې په غم بدل شو٠
شهيدجګړن صاحب نور ځدران د اسلام د بقا لپاره د اسلامي انقلاب نيالګي په خپلو
وينو خړوب کړل او نور مجاهدو ورونو ته يې ياد ګار پريښود چې هغوې هم دا نيالګي په
خپلو وينو خړوب وساتي٠
نوموړی د پلچرخی د جيل څخه د نورو مجاهدينو ورونو سره د شپې پليوګون ته ويوړل شو
اوپه ډير مظلومانه ډول ووژل شو٠
انا لله وانا اليه راجعو
روح دې ښاد وې٠
دنوموړی څخه درې ښځې او ٩ ماشومان پاته شول ٠
شنې خازې مې چې په قبر وې ولاړې
که غلام مړ وم راځۍ توکړۍ پرې لاړې
چې په خپلو وينو نه يم لمبيدلی
په ما مه پليدوۍ د جومات غاړې
الحاج جنرال خان امير