:دروژي په اړه: ۱برخه
لیکوال: رحمت الله رحمت ،
دسپڅلی څښتن په نا مه چي بخښونکی اومهربان دی
روژه یادروژي مبارکه میاشت
روژي ته په عربي کی صوم وايې یعنی ځان ساتنه ،اودغه میاشت ته په عربی کی رمضان
وایی داده اسلامی کال هجری قمری نهمه ۹ میاشت ده ،هم دبرکت اوهم دصحت میاشت ده
،دیری ګټی یافضلیتونه په قرآن کریم اواحادیث نبوی کی بیان سوی دی ،
روژه څو ډوله دي لکه فرضي روژى قضاېی روژي نفلي روژي اونذر روژي خو دکومو
روژو په اړه چي مونږ غواړو خپلو ګرانو لوستونکو ته څه معلومات وړاندي کړو هغه
فرضي او درمضان المبارک دمياشتي روژي دي چي دهغه دفرضيت په هکله الله تعالى
داسی ارشاد فرمايلي دي ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ
مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ٰ
( سورة بقره _١٨٣-
ترجمه _ اي دايمان خاوندانو ! پر تاسو باندي روژي فرض شوي لکه څنګه چي له تاسو
څخه په مخکينو خلکو باندي فرض وه ددي لپاره چي تاسی تقوا حاصله کړی،
بل ځای الله پاک فرمايي:
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ
مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ
وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ))
سورة بقره ١٨٥
میاشت دروژی هغه ده چي نازل سوی دی ورکی قرآن (کریم) لار ښونکی دی دخلکولپاره
اوواضح کونکی دی دښو لارو او فرق کونکی دی په ما بین دحق اود باتل ،که څوکر ها
ضیر سو له تا سو څخه دغه میاشت ته نوروژه دی ونسي ،او که مریض یا مسافر ووهغه دی
دغه شمار دورځو بیا راوړی (یعنی قضاء دي راوړی) سوره بقره ایات۱۸۵
(نوربیا)