غزل طالب منګل
زړه دې ور نه وینې شي،نوښـــــــــه بـــه شي
هرڅه بــه له مینې شي،نـوښــــــــه بـــــه شي
خـــــــــــوله ورځینې اخلم،پـــــــه حیا نـه ده
سترګې به یې سپینې شي،نوښــه بــــــه شي
خړو لوپټو ســـــره جــــــــــــــــوش نــه راځي
لږې کـه رنګینې شي ،نو ښـــــــــــــــه به شي
هــره ورځ ترخې خبرې ښه نـــــــــــــــــــــه دي
نن خـــــــــو دې شیرینې شي،نو ښـــه به شي
ټوله ورځ ولاړې بــــــــــــــــــه دې ور تــه وي
ورکې دې داځینې شي،نـو ښـــــــــه بـــه شي
ولې منــــــــــګل ګـرم دی چې چیړل کـــوي؟
پېغلې دې سنګینې شي،نـو ښـــــه بــــه شي
طالب منګل