غزل 

غم ځان تـــه راغـواړمــــــه چې شپه راشي

نن در پسې ژاړمـــــــــــــه چې شـــپه راشي

 

 

شوم شومه په ستورو سپوږمۍ نـه پریږدم

غیږه کـې یې نغاړمــــــــه چې شـــپه راشي

 

 

نــــــــن یې خبـــــــــــــروم چې لیونی یمـــه

نن یې شـــونـډې داړمـــــه چې شپه را شي

  

شکردی نظام  خــــو لـــــــه ولاړ  نــــــه دی

سپین سحره ویاړمـــــــه چې شــــپه راشي

 

 

خـــوب راغی دیـــــار سترګـــو ته نه ګورم

زلفو ته یې لاړمــــــــــــه چې شــــپه را شي 

--------

طالب منګل

.......

پنج شنبه د ١٣٨٩ لمريز کال د غبرګولي ٢٠