شعر٫ غنمرنګ كوچي


غزل

درنو ته دروند سپوته سپك دئ ته پرې خيال كوه

ياردې دوخت خوشحال خټك دئ ته پرې خيال كوه


پـــه بې پامۍ كه دې له پښونه چيرته لاندي نه شي

زړه مې دا ستاسو كره ورك دئ ته پرې خيال كوه


دوخــت نــــاترسه سيلۍ ځان سره پـــه مخه يوړو

كنــه له پلار نيكه ملك دئ تـــــه پرې خيال كوه


لـــه تيرو تورونه ويريږي خــــو په خوله غوليږي

دالا پــه دې خوي كي هلك دئ ته پرې خيال كوه


ته ډير ښه وايې چي كوچيان خو ډير تكړه خلګ وي

خـــوستا كوئ لــــه نـــــازك دئ ته پرې خيال كوه


غنمرنګ كوچي

خيبرپښتونخوا پيښور بډه بېره