بیابه ژاړی
کـــــه مي بند شی دیدنــونـــــه بیابـــــه ژاړی
چي به نه درځی خــوبــونـــــه بیابــــــــه ژاړی
ستادزړه هیله بــــه نــــن زه در پـــوره کـــــړم
درنـــــه اخلــــم رخصــتونـــــه بــــیابــــه ژاړی
ګـــوره زماپـه شان هیڅوک به په کی نه وی
چــي دی وران شی محفلونــــه بیابــــه ژاړی
دازماآرمان بـــــه درشی وخــــت بـــه تـیروی
چي می نــــګوري شعـــرونـــــه بیابــــه ژاړی
-------------------------------------
سراج الدین کلیوال ـ
م کال ١ - ٦ - ٢٠١٠