دای ایس ای استخباراتې سازمان پرمټ جوړه اودروس په مډرن وسلو سمباله دطالب یاغیانو سره قطعه دکندوز په دشت ارچې ولسوالۍ کې دافغان هوايي ځواک لخوا پداسې حال کې په نښه شوه چې خپل نظامی مانور يي ترسره کولو یاد مانور پداسې حال کې ترسره کیده چې شااوخوا يي دپاکستان دفوځ اودطالبانو سره ملګري سلاکاران ولاړوه ترڅویادومشرانوته خپله جنګې وتیاوښیي دوۍ پدې نامه چې ګني دلته ددستار بندۍ مراسم دی خپل نظامی قطعات له نږدی کتل ترڅوپه را روان فصل کې ددوۍ جکړیزه وړتیا ارزیابی اوراپور يي له خپلو بادارنو سره شریک اودلانورتجهیزاتو لپاره ورته پلان جوړکړی داچې په یاده غونډه کې دطالب مشرانو مهم اودسرقومندانان راټول شوي وه اودشمالی ولایتونو دسقوط پرپلان اوجکړیزماموریت له خپلو جنګیالیو سره سلاح مشوري کولي نو افغان کشفی اواستخباراتي ارګانونوهم ځاۍ په دقیق ډول څارلو اوپایله یی طالب جنګیالیو ته دسراومال داسې زیان اوښتل وه چې په تیرو ۱۴ کلنوکې يي حتي چاخوب هم نه وه لیدلی.
داچې له پیله طالب یاغیانو ته بې ګناه انسانان کوم اهمیت نلري اوتل یی دسپرپه شکل ورځني استفاده کړي ده اودسترې ګناه مرتکب ګرځیدلي دوی نه یوازی بې ګناه ماشومان ، ښځی ، سپین ږیری بلکی څاروی هم دځانمرګووسلیو په توګه استعمال کړی نودطالب شاه لید ته په کتو لرې نه ده چې دکندوز غونډي ته هم یوشمیر بې ګناه ماشومان هم په زور اووحشت راوړل شوي وي اوله یادوه بې ګناه انسانانو نه دسپرپه توګه ګټه اخستل شوی وي خو ایاد دیادو بې ګناه انسانانو دوژل کیدو چې شمیر یی لس اویا۱۲ کسان کیږی پړه باید دحکومت پرغاړه واچول شي په کامل اطمنان سره ویلی شوچې پړه يي دطالب دهشت ګرو پرغاړه ده دیادې حملی سره جوخت په پاکستانې رسنیوکې قیامت جوړشوچې ګنې هلی امریکا اودهغوۍ متحدینو په مدرسه بمبارکړی او په سلګونو بې ګناه طالبعلمان يي شهیدان کړي دی یادو نظریاتواو کړنوته په کتو مونږ لاندې حقایق موندلی شو.
1. دکندوز ترحملی لګه شیبه روسته پداسې حال کې دپیښې چې لالومړنې معلومات هم نه وه څرګندشوي اودپښي نوعیت او اصلی علت څرګند نه وه پاکستانې رسنیو غواغاه جوړه کړه چې ګني په کندوزکې امریکايي اوافغان ځواکونو پرمدرسه بمبارکړی اوپه سلګونوطالبعلمان يي په شهادت رسولي نوکه دبې ګناه انسانانو خبره شي دصدارت په څلورلاره کې هم تر۱۰۰ زیات انسانان دطالب وحشی ځناورو په ځانمرګو بریدوکې شهیدان شول ولی پرنو پاکستانې رسنۍ چپه خوله وي ایا دوۍ انسانان نه وه که مسلمانان خواصلی خبره دلته ده چې داجکړه استخباراتې جکړه ده اوپاکستانې استخباراتو تل ددروغوا اوازی خپرې کړي اوزمونږ ساده اوبې تحلیله دګوتوپه شمیر تش په نوم باسوادو دهغوۍ داخبره بدرګه کړي ده
2. داچې په یاده پیښه کې دطالب یاغیانو تر۴۰ زیات دجکړی دډګر پیاوړی قومندانان ووژل شوه نوطبعی خبره ده چې دوۍ اوبادرانو به داسې اوازی په لاره اچولی چې ددولت پرضد دعامه خلکو ازهان مغشوش کړی
3. په یاده غونډه کې چې دسري قعطی مانور پکې اجراکیده دهوایي برید په پایله کې دسر قومندانان اودروس په اصلحو مجهز جنګیالی وژل شوی چې خپلو بادارانو ته يي نظامی وړتیاووښودنه کوله