افسوس  : عبدالرحمن ارمان

 

 

دغــــريـب شانته جانانه می خان جوړ کړو

پــه ښکاره ډول اغيار نه می يار جوړ کړو

زه بــــه کـــــله پـــه مطلـــب د دنيا پوه شم

ســردښمنه مي پـــه خــــپله اشنا جوړ کړو

اوس ګـــيله بـــه په دنيا کی زه له چاه کړم

چه می خپل ځانته د مينی پيغور جوړکړو

ښه معلوم ؤ چــــه دا ښکلۍ بـــــــی وفا ده

بيا می هم دړه دســــــر بڅري جـــوړ کـــړو

اوس سيالی دجــــــایي اوستا تـــر منځ ده

ريواجونو می اشنا مسافـــــر جـــوړ کـــړو

هــر بنده پـــــه دی دنــــيا کی امتحان شی

ښــــه بـــــه داوی چـه عمل دلا ري جوړکړو

ارمان اوس ددی دنـــيا نفــــر اتــــو وسوه

هغه ګران جانان می زړه ی پرهر جوړکــړو