دهدف مقصد

راشـه راشـه پـــروږومې جـــنازه  واخـلـــــــــــه

داجنډه مې دغيرت پــــه وينوسره  واخـلــــــه

نــــه پردی يم نــه دبل پرکام خرڅ شـــــــــــــوی

هــــله هـــــله تــــه ولچک  زولانه  واخـلــــــــــــه

بس دامينه ده کــوګل كې كړي ټوپـــــــونــــــه

سمندرکي چي تـوپان شي تې څپه  واخلـــــــه

دكاروان هدف ته ځيرشـــــــئ اى ملګــــــــــرو

لــــه سپين لمرنه يوه وړانګه تجله  واخلـــــــه

دغه سوی ګلشن خدايــه ! سمسورغــــــواړو

دميرويس پګړۍ پرځمکې شمله  واخلـــــــــه

آزادۍ ډول دى روان  سپين غــــرپــــه لـــوري

زلموسپيني توري لاس کي   ډېوه  واخلـــــــه

واثق سنګريار