سپينه وينا
سکه ژمنه راسره ؤ کا
مړد ه راشه ميکدی ته
مېنه مينه د ا د ه سوزي
غمازان ګرځی بازار کې
څارم څارم سيمه څارم
بی باوره ورځې شپي دي
ناسکه شانتې څېرې دي
رڼا مينه کا هو ډ منه
زرين لمر وينې روښان
د سهر نه تر ماښامه
تلبل اور به تل بلېږي
په ماښام او شومه دم کې
پاکه هديره د شهيدانو
ګندهارا د ښاريو خوا کې
د چا غوني ورته زيږ شي
ژوند يې ورکړ په ډالۍ
سړيتوب د پت د پاره
يار ته لاړ په سرو جامو کې
په مستۍ د جانان غيږ ته
لا به نورې سېالۍ کيږي
په کوڅه کې د جانان
ژوند د سر په بيه کيږي
چا ويل وريزو نه پاس پاس
څڼورو اتڼ کيږي
په سپين غر واوری وريږي
با ډ يو ې به والزيږي
او د امن وخت به را شي
د مېلو ورځې زرينی
چې هر خوا بلې ډ يوی شي
د نو روځ روځی به بيا شي
کاينات به تما شه کا
د سرو ميو موسم به راشي
----------------------
جرمنی