غزل
د جانان ســـترګــــو کې نښې د لـــيدو دي
د ګلونو ورځی بيا پـــــه غـــو ړ يـــد و دي
هغــه هيلې هميشـــه چې پـــــه سلګــو وې
هغــه اوس لکه لښتۍ پــــــه مستېد و دي
ريبار زيـــری نــــن پـــه شنه سهر کې راوړ
د ا شيبه مــې تــــلوسې پــــــه نڅيد و دي
د ا ځــــــواني او د ا د ســــروزرو وختونـه
هســې نــــــــــه چې د يوازې تيريـــد و دي
ساقي وويشل جــــامونــــه وار پـــــــه وار
اوس خو شـمعی په ورو ورو په بليدو دي
اباسين چې ورتــه پـټ پـټ انـــديښمن وو
هغه تــورې تــورې شپې پــــه ځلــيد و دي
-------------
جرمنی