پاکستان څارګري اداري ISI هڅي پیل کړي ترڅو د کندوز د دشت ارچی ولسوالۍ په مدرسه برید څخه په ګټنې د افغان حکومت د سولې هڅي سبوتاژ کړي ، او د همدغه هڅو په ترڅ کې پاکستان څارګرۍ اداري په پاکستان کې ټولو رسنیو ته دنده سپارلي ترڅود کندوز پېښي ته هوا ورکړي او په لر او بر کې د افغان ولس پام دي لورته راوګرځوي .
موخه يي دا ده چې ترڅو په لر او بر کې د پاکستان د پوځ پرضد د پښتنو پرلتونو مخه ډب کړي او پام يي دي بل لور ته راوړي او بله د چې په دې سره غواړي دهغه طالبانو چې سولې ته مایله شوي د هغوي احساسات راوپاروي ترڅو سوله ونه کړي او جګړي ته دوام ورکړي .
د افغانستان د ملي دفاع وزارت بیا وايي چې په ياد برید کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده ، چې په مړو کې ګڼ شمیر لوړپوړي طالب جنګیالي هم موجود دي .
ملي دفاع وزارت دا هم ویلی چې موندنې يي ښايي چې له ياد برید وروسته طالبانو په ياده سیمه کې يو شمیر ملکي وګړي په نښه کړي او په ډزو سره يي شهیدان کړي او ژوبل کړي دي .
پاکستاني رسنیو بیا دي موضوع ده ګڼې خپرونې ځانګړي کړي او غواړي چې د افغان سولې د سبوتاژ کولو لپاره تري ګټه پورته کړي
پاکستاني رسنو تر دي وړاندي ولي د کابل د صدارات ، د هلمند د لوبغالې او همداراز په نورو ولایتونو کې د طالب او نورو وسله والو ډلو له لوري ترسره شوي بریدونو ته دومره هوا نه ورکوله چې اوس يي دا موضوع کلکه نیولي ده.
تر هر څه لومړي افغانسان کې سوله مهمه ده ، او که موږ د پردیو په دې بې ځایه تبلغ بیا غلط شو نو ناممکنه ده چې بیا سولې ته ورسیږو کوم چې اوس يو څه ورنږدي شوي يوو.
پاکستان چې تل يي په افغانستان کې جګړه توده ساتلي او په افغانستان کې د وسله والو ترهګرو ډلو ملاتړ يي کړي، که څه هم اوس په ظاهره په افغانستان کې د سولې له پروسې سره د ملاتړ چغي وهي خو عملآ بیا داسي نه دي .
که دغې پېښي ته وګورو او د پاکستان د رسنیو نشراتو ته پام وکړو نو دا په ډاګه کوي چې پاکستان په اصل کې بیا غواړي چې د افغان حکومت سولې هڅي سبوتاژ کړي .
جالبه خو لا دا ده چې په افغانستان کې رسنیو لا د ياد برید په اړه دومره معلومات نه لري چې څه ډول رامنځته شوي او څوک په کې وژل شوي ؟
پاکستاني رسنیو بیا وخت رپوټونه خپاره کړل چې ياد برید د دستار بندۍ په مراسمو شوي ، تر ټولو جالبه لا ده وه چې د ځينې کوچنیانو انځورنه يي هم خپاره کړل چې پر وینا يي دا مخکې له بمباره اخستل شوي او وروسته له بمبارۍ يي د جسدونو انځورونه هم خپاره کړل .
نو آيا په دغه مراسمو کې د پاکستاني تلویزونو یا رسنیو کوم استازی هم ګډون کړي وو که څنګه ؟
او که یا کوم طالب ورته دغه انځورونه لیږلي دي ، اوس سوال دا پیدا کیږي چې که طالب لیږلي وي نو طالب د کومې رسنۍ له خبریال سره ملګري وو ، که نه د پاکستان څارګرۍ اداري ته يي دا انځورونه استولي وو ، او بیا هغوي د رسنیو سره شریک کړي دي .
اوس دا هم د حیرانتیا خبره ده چې پنجابیان څنګه دومره زموږ خوا خوږي شول ؟
د پاکستان د رسنیو دغه چاري ته په کتو خو داسي برېښي چې ملي دفاع وزارت موندني هم تر يوه بریده سمي ده ، هغه دا چې کيداشي له دغه برید وروسته د پاکستان څارګرۍ اداري طالبانو ته دا ويلي وي چې برید کې خو هسي هم ستاسو ملګرو ته مرګ ژوبله اوښتي او هغه هم په مدرسه کې ، نو د دي کار څخه ګټه پورته کړي او په مدرسه کې کوچنیان او لویانو باندې راباندې کړي او په ډزو يي وولي او بیا عاجل رسنیو ته هم پیغامونه ولیږي ، چې په کندوز دشت ارچی کې شوي برید کې بی ګناه ولسي وګړي وژل شوي دي او دا هم ورزیاته کړي چې زموږ ملګرو ته په دغه برید کې کوم زیان نه دي اوښتي .
د دي سربیره د سیمي خلک هم وګواښي ترڅو چاته ونه وايي چې په دغه برید کې وسله وال طالبان او یا هم طالب قوماندان وژل شوي .
منم چې د سیمي خلک ته خو هم رښتیا مرګ ژوبله اوښتي ، ځکه طالبانو په نښه کړي او مرګ ژوبله يي ورته اړولي ده ، او بیا يي ګواښلي هم دي چې ترڅو هر چاته دا ونه ووايي چې دا کسان طالبانو وژلې بلکې باید په ټينګار سره دا ووايي چې وژل شوي ملکیان ټول په بمبارۍ کې وژل شوي دي .
که وګورو په پاکستان کې د ملا عمر مړینه هم تر ډيره د نورو طالبانو پاټه ساتلي شوي وه او لامل يي هم دا بلل کیده چې د پاکستان څارګرۍ اداري هغه وخت هم نه غوښتل ترڅو د طالبانو ډلګۍ وپاشل شي، ځکه بیا دوي نه شوو کولاي چې په افغانستان کې جنګ تود وساتي .
او اوس هم د پاکستان څارګره اداره د دي لپاره چې د افغان حکومت د سولې هڅي سبوتاژ کړي ، او د ځينې طالبانو چې سولې ته يي غاړه ايښي بیا احساسات راوپاروي نو ځکه يي اوس هم دا خبره پټه کړي ده چې ګواکې په دي برید کې طالبان وژل شوي دي،.
وبه يي ګوري د وخت په تېریدو سره به دا هم روښانه شي چې رښتیا هم په دغه برید کې طالب سیمه یزه مشران وژل شوي وو.
خو دا چې پاکستان هرڅومره هڅه وکړي چې د افغان حکومت د سولې هڅي سبوتاژ کړي او د سولې پروړاندي خنډونه جوړ کړي خو بیا به هم ګټه ونه کړي ځکه اوس يوآځي افغانستان نه بلکې نړیواله ټولنه او سیمه یزه هیوادونه ټول دا هڅه کوي چې افغانستان کې سوله راشي .(( مطلب اوس د افغان ولسمشر او د هغه د ټيم په هڅو نړیواله او سیمه یزه اجماع رامنځته شوي ده ))
سوله خوښوونکو او سوله کوونکو طالبانو ته هم په کار ده چې نورو په دغه غلطو تبلیغاتو او د پاکستان د څارګرۍ اداري په دي دروغجن څهره پوه شي او نور دي وسله په ځمکه کیږدي او د سولې له پروسي سره دي يوځاي شي .
که رښتیا هم موږ په خپل بې وزله ولس دردیږو نو نور باید د هیواد څخه د جنګ ټغر ټول او سولې ته غاړه کیږدو .
ځکه سوله کې د ټولنې هر وګړي کولاي شي آرامه ساه واخلي او خوشحاله ژوند وکړي ، پرته له کومي قربانیو ورکولو ژوند ته دوام ورکړي
يا رب ( الله ج) ته نور سوله راوله ، موږ سوله غواړو او د سولې د راتللو لپاره هر راز همکاریو ته چمتو يوو.
لیکوال : محمد اګل (وصال )