زرينه هيله
پــه ا ننګـــو چې دې خوله ځليږي
د ګل پـه پاڼــه پــرحه ر ڼه ځليږي
سترګو سينګارو هر کلی وو ا يـه
په ميکد ه کې چې ډ يــو ه ځليږي
ستا د راتلــو سـره پسرلی را شي
ځکه غـرمــه ځکه د ا شپه ځليږي
بـرېښنا نڅېږي او شغلــه نڅېږ ي
لـــکه د غـــر پــه سـر لمبه ځليږي
زه ابـــاسين يی درنـــا وی کـــو م
وړانګه د لـمر چې رنګينه ځليږي
اورنګ ابا سين
فرانکفورټ - جرمنی