! ځواني مو وژغورئ

هوښياران څه ښه وايي چې:

۱ ـــ ځواني دلوى څښتن  ډېره ښائسته اوښكلې ډالۍ ده، مينه ورسره وكړه او تل پرې شكر كاږه.

۲ ـــ ځواني ديوه هدف له پاره لوراند څښتن رابښلې، ګوره! درڅخه ضائع نه شي.

۳ ـــ ځواني دڅښتن ډېر ستر امانت دى، ښه ساتنه يې وكړه او وروسته يې پوښتنه هم كېږي.

۴ ـــ ځواني په ښه لاره كې تېره كړه، د كږو لارو څخه يې وژغوره.

۵ ـــ ګوره! ځواني چې يو وار له لاسه ووځي بياپه ډېر ستر قېمت هم لاس ته نه راځي.

۶ ـــ  مرګ په ځواني هم بند نه دى، داسې كار مه كوه چې له مرګه وروسته پرې افسوس كوې.

۷ ـــ  ځواني د ځواني په كارونو كې تېره كړه، چې ياد دې تل ځلاند وي.

۸ ـــ دځواني عبادت اودخداى پاك وېره له سرو زرو ارزښتناك دي. تاته ډېر څه په لاس

دركولى شي، پام كوه چې دلوى څښتن دياغيتوب په لاره كې يې تېره نه كړې.

۹ ـــ هر كار په ځواني كې كېږي، كه دا ارزښتناك وخت په بې ګټو كارونو كې تېر شي په

سپين ږيرتوب كې بياارمان يې هېڅ ګټه نه لري.

راځئ !  له دې وخته ښه ګټه پورته كړو

« سـرپـاڼـه »