دمسلمان د مړ كېدو په وخت کي دملایکوراتلل

دحضرت براء بن عازب رضي الله عنه څخه روایت دی چي مونږدمحمدصلی الله علیه وسلم  سره دیوه انصاري ځوان په جنازه کي ولاړ وو. محمدصلی الله علیه وسلم  دهغه دقبرپه څنګ کي کښیناست او سریې پر خپلوځنګنوباندي کښیښود اوبیایې درې واره

(( اللهم اني اعوذبک من عذاب القبر))وفرمایل. له دې ورسته یې مخ واړاوه اومونږته ئې وفرمایل چي کله دمومن مرګ رانژدې سي نوالله جل جلاله دهغه پر لور ملایکي رااستوي چي مخونه یې دلمرپه شان ځلیږي. دهغه لپاره خوشبویي اوکفن له ځان سره راوړي اولیري ورڅخه کښیني. کله چي دمومن روح والوزي نودځمکي اواسمان ترمینځ ټولي  اوسېدونکي ملایکي دهغه ددرجود د د پورته والي دعاوي کوي .

دهغه لپاره داسمانونودروازې پرانيستي وي او د هر يوه اسمان داخواهش وي څو داروح ورڅخه تیره شي. کله چي لوړاسمان ته پورته کیږي نو داسي ویل کیږي: ( ای الله! ستا پلانكى بنده راغلی) الله جل جلاله به وفرمایي: (راپورته کړئ اوهغه نعمتونه ورښکاره کړۍ چی ماورته تیارکړي دي. ماداوعده کړې ده چي څنګه مي دی له خاوروڅخه پیداکړیدی، همداسي به ئې بیرته خاوري کوم.)

مړي په قبرکي دژوندوخلکودقدمونواواز اوري. کله چي خلک ترینه ولاړسي نونکیراومنکرورته راځي اوورته وائي:( ستارب څوک دی؟ ستادین څه دی؟اوستانبي څوک دی؟)هغه به په جواب کي ووایي :         ( زمارب الله ،زمادین اسلام ،اوزمانبي محمد صلی الله علیه وسلم  دی .)

بیایې وفرمایل چي په قبرکي ملایکي ډیرسخت سرزنش *کوي اودا آخري مصیبت دی چي پرمړي باندي په قبرکي نازلیږي. کله چي دهغوى دسوالونوڅخه فارغ شي نومنادي* اواز کوي: (( تارشتیاوویل . همدادالله جل جلاله فرمان دی :

(( یثبت الله الذي امنوابالقول الثابت ))

الله جل جلاله مومنان په متحکموخبروسره ثابت قدم ساتي .)

بیادهغه خواته ښايسته اوجمیل شخص راځي چي له وجود څخه به یې ډیره ښه خوشبویي ځي. هغه ډیرښه لباس اغوستی وي او مړي ته وائي: ( تاته دي دالله جل جلاله نعمتونه اورحمتونه مبارک وي) مومن ورته وائي: ( الله تعالي دي خیردرکړي ته څوک ئې؟) جواب ورته ورکول کیږي چي: ( زه ستا نیک اعمال یم. تابه دنیکۍ کارونه کول اوله بدوکارونوڅخه به دي ځان ساته نوځکه الله جل جلا له تاته بهترین  نعمت درکړی دی) بیااوازکوونکی اوازکوي چي دده لپاره جنتي فرش وغوړوئ اودجنت یوه کړکۍ ورته راخلاصيږي. هغه دعاکوي چي: اې الله ! قیامت ژرقایم کړې ترڅوخپل اهل اوعیال ووینم   .

 

ماخذ :مکاشفة القلوب  ( حجةالاسلام امام غزالي (رح )

رااخستونکی ســــراج افــــغان – هـــــرات

-------------------------------------------------------------

۱ – سرزنش (ترټنه - په سرټکونه – ملامتونه)

۲ – منادي ( اوازکونکی – اعلان کونکی )

« سـرپـاڼـه »