ټوکي ټکالي ژباړونکی او چمتوکوونکی سراج افغان هرات ښار

سړي غوښتل خپل مېرمن وزوروي .

يوه سړي غوښتل خپل مېرمن وزوروي .

سړی : ماښام مي ډېر ښه خوب وليدئ .

مېرمن : څنګه خوب دي وليدئ ؟

سړی : يوه ډېره ښايسته نجلۍ مي په خوب وليدل او ...

مېرمن : يوازي درغلې وه .

سړی : هو ، خو ته څه پوه سوې .

مېرمن : ځکه مېړه ئې ماته راغلی و. 

دآی لاف يو دويلو لپاره کوم ځای ښه دئ ؟

لومړی ملګری : ترټولو ښه ځای چي يوې نجلۍ ته آی لاف يو وويل سي ، کوم ځای ښه  دئ ؟

دويم ملګر ی : زيارت ښه ځای دئ .

لومړی ملګری : ولي زيارت ؟

دويم ملګری : ځکه څپلۍ ئې په پښو نه وي .

کاشکي زه دي ناروغ وای .

يوځوان ديوې نجلۍ سره په يو کلپ کي دډانس کولو په وخت ورڅخه پوښتنه وکړه ، چي څه کار کوې؟

نجلۍ په خندا خنداورته وويل : نرسه يم .

هلک ورو په غوږکي ورته وويل : کاشکي زه دي ناروغ وای ، او ته مي نرسه وای !

نجلۍ کټ کټ وخندل او ورته ئې وويل : دابه معجزه وای ، زه په زېږنتون کي نرسه يم .

زما مېړه ښه آشپز دئ

لومړۍ مېرمن : زما مېړه ښه  اشپز دئ ، ستا مېړه څنګه دئ؟

دويمه مېرمن : زما مېړه هم ډېر ښه اشپز دئ ، خوتېره ورځ ئې سلاته سوځلې وه .

دخوشالۍ له لاسه مي لاره ورکه کړې

سړی : زما مېرمن ورکه سوې ده .

مامور : ګرانه داقومندانۍ نه ده ، داپوست خونه ده ، ولاړسه قومندانۍ ته او هلته خپل عرض وړاندي کړه .سړی : څه وکړم، دخوشالۍ له لاسه مي لاره ورکه کړې ده .

اوس خود نه ده کلکه ! 

زده کوونکی : سرښوونکی صاحب ، دالوبيا چي موږ ته راکوي ، ډېره کلکه ده .

سرښوونکي يوه قاچقه پورته کړه ، او زده کوونکي ته ئې وويل، چي داخو کلکه نه ده!

زده کوونکی : اوس خودنه ده کلکه ، ما نيم ساعت ژولې ده .

ډېره فاصله ده .

يوهلک خپلي انډيوالي ته وايي، چي چهارشنبې په چهارشنبې سره وينو، آيا دا ډېره لويه فاصله نه ده ؟

نجلۍ په ځواب کي ورته وايي، ښه چي ته وايې چي داډېره فاصله ده ، نو دوشنبې په دوشنبې به سره وينو.

اول زه خبر ورکوم .

نرسه له اولا د زېږوني له خوني څخه دباندي راووځي ، او سړي ته وايي، چي مبارک دي سه اولا دي پيداسو.

سړی ورته وايي،  زما و مېرمن ته څه مه وايې، زه غواړم چي ددې خبر زېری اول زه ورکړم ، چي اولا ددي پيداسوی .

ماخټکی وخوړئ .

درې ملګري چي يو ئې کندهاری ،بل ئې کابلی او درېيم ئې هراتی ول ،  يوه دوکان ته ولاړل او يو دانه خټکی ئې رانيوه .

کله چي کور ته ورسېدل، نو يو هغه نورو ته وايي، چي داخټکی خو ډېر کوچنی دئ او زموږ درې وا ړو نه بسېږي ، داسي کار به وکړو، چي اوس به بيده سو، هرچا چي ښه خوب وليدئ ، خټکی به هغه ته ورکړو، چي يوازي ئې وخوړي .

کله چي سهار سو، او درې واړه ملګري له خوبه راوپاڅېدل، نو يو بل ته ئې وويل چي څه خوب مو وليدئ .

کابلی وايي، چي ما په خوب کي وليدل چي زه په جنت کي يم ، او ډېري ښې مېوې راته پرتې وې .

هراتی وايي ، چي ما په خوب کي وليدل، چي ډېري پيسې مي پيداکړي وي او ډېر ښه ژوند باندي تېروم .

کندهاری ته وايي، اوس ته خپل دخوب کيسه وکړه، چي بيا ښه خوب مالوم کړو.

کندهاری ورته وايي، کله چي تاسو ويده واست، ما ته خوب نه راتللی، خوولاړسوم خټکی مي وخوړئ .

« سـرپـاڼـه »