ای وطـــنه ګـــران وطـــن

ښکلـــی ګـلستان وطن

دا مو د خـــاپــوړو کور

دی جـــنت نــشان وطن

 

ښه بــــاغ او باغـچی لري

رنګ په رنګ میوی لري

ښــــار د قنــــدهار زموږ

پیــــغلــې پښتــــنې لري

 

ښګلی ننــــګرهار تـــه ځم

ګل د نارنــــج ښار تـــه ځم

بیا بــــه د سپرلي مـــوسم

د ښــکلو دیــــدار تـــه  ځم

 

غرونو کــــې زمریان لري

جنــــي اټن چــــیان لــــري

خلکو د پکــــتیا ســــیمه

ښه ښایسته ځوانـان لري

 

لوړ نــــام او نشان زموږ

دا د اسیــــا بــــام زمــوږ

څومره لوړ شهرت لري

لعـــل د بدخشان زموږ

 

درونــــد په زیارتونو دی

ځای  د طــــاعتونــــو  دی

دا  د  غــــزنویــــانو  کــــور

زړه د تــــاریخــــونــــو دی

 

لاړ بــــه شو مــــزار ته بیا

د روضی دیــــدار  ته بیا

سوال  به د ایــــمان وکړو

د الله دربـــــــار تــــه بــــیا

 

دا  مــــو  قــــومــــو  کلي

دا  مــــو د دودو  کـــلي

لوړعالي کــــلتور لری

دا  مــــو  د  نـیکــو کلي

 

لوړ پــــه تول جهـــان دی

دا کـــور د افــــغــان  دی

دا مــــو د پــــلـرو کــــلي

دا افــــغـــانــستــــان دی

-----------------------------

سمیع الدین  افغاني

کال  ۲۰۰۲

مهاجرت

« سـرپـاڼـه »