سپرلیه !
ســپرلیـه! تــاځـــان ســـره څـــه راوړي؟
دغــــره لـمـــن کــــي دغــاټــول لــپــاره
هـغه سـورګـل چي هـره ورځ یـې شـمېرل
سـتـادراتــګ پــه انـتـظارکـي ناسـت ؤ
هـغـــــــــه دبــرکـلـــي دغـــره لـــمنــــــــه
څومره سپېره ښکاري بې سیکه ښکاري
نـــه یـې اوبــه نــه یــې بـــاران لـیـــدلــی
نــه یــې دوریـځـي ډک اســمـان لـیـدلـی
* * *
ســـپرلـیه! تــاځـــان ســـره څـــه راوړي؟
دخـــــــــواریکـښ اودبـزګـرلپــــــــــــاره
مځکـــه تَیــــاره ده چـــي کـرپـــه وســي
خــوبـې چــاره نـاســت دبــاران پــه تمـــه
چــي پــه اســمان کـي وریــځ ووېنــي نــو
هغـــه شـــپه ټولـــه تـرســـهاره وېـښ وي
پـه خــوب کـي هــم نـوم دبــاران یــادوي
لکـــه مَـیَـنُ چــي خپـــل جـانــان یــادوي
* * *
ســـپرلیه! تــاځــــان ســــره څــــه راوړي؟
تـېرکــال خـوټـولــه پـه جنګــوکـي تېرسـو
نــاحقـــه تـــوی ســـوې دمـظلـومـــووینـي
نــه ســـوله راغلــــه اونــــه امــــن راغلــی
نــه دیـتـیمـــواوښـــکـي پـــاکـي ســـولـې
نـــه دبابـــــــاحــق ورتــــــــه ورســـــــېدی
زماپــــه خیـــــال ددوی هـرڅـــــه دروغ دي
دهــــــــشتګردي ده پــــــــــښتانه دروغ دي
* * *
ســـپرلیه ! تـاځــــان ســـــره څـــــه راوړي؟
دبــــــې انـــــــصافـه اوظـــــــالـم لپـــــــاره
هغـــه ظـــــالم چــــي لویــــه لاره نیـــــسي
دمظلــــوم حــــق ورنــــه پـــــه زور اخلـــي
دڅوپیــــسوپه خـــاطرویني تــــوی کــــړي
دبــــــــې کــــــــــسانـواوبې وزلوخلکــــــــو
کــه چیـــري دوی ســـره حـــساب وکــړې ته
نودایوکاربــــــه دثـــــــواب وکــــــړې تــــه
* * *
ســـــپرلیه!تاځـــــان ســـــره څــــــه راوړي؟
ددې وطــــــــــن دمــــــــــشرانوپه نــــــــــوم
هغــه مــشران چـــي پـــه ارامـــه ناســت وي
دلوړو،لوړوبنګلووشـــــــــــــــــــــــــــــــــاته
دمــــسکین چیغـــــه هلتـــــه نــــه رســـــیږي
نــه څــــوک پــه دې خبـــــــره ځــان پوهــــوي
هرځــــــــــای خبـــــــــــري دډالروشـــــــــروع
جنـــــــګ پرچــــــــوکۍ دزور وروشـــــــروع
* * *
ســــپرلیه ! تاځــــــان ســـــــره څـــــه راوړي؟
ددې راغلومېلمنولپـــــــــــــــــــــــــــــــــــــاره
څــــوک چــــي دامـــــن پـــــه نامــــه راغلـــي
اوزموږســــــــــــولي تـــــــــه ضرررســــــــوي
خپـــــل اوپــــردي ودوي تــــه یوشــــاني دي
دوســـت اودوښــمن پــه یــوه ســترګه وینــي
افغــــــان وژنــــــه ورور وژنــــــه غـــــــواړي
کلــــی تبــــــاه کړي بیابخـــــښنه غـــــــواړي
* * *
ســــپرلیه ! ولاړســــــه دهغــــووپه لــــــوري
دچـــــــــاچي غیـــــــــږي وي دګلـــــــــــوډکي
څــوک چي ازغي پــه کـورکـي نــه خوښــه وي
څــوک چــي خپــل کورپــه پردونـــه ســپاري
دچــــــاچي مینـــــه لـــــه وطـــــن ســــــره وي
څــــوک چـــي داخپـــل ګلشن سمـسورغواړي
مـوږخودخپـــل نیکـــه ارمـــان خـــرڅ کــــړی
هغــه لاڅــه کـــوي موږځــــان خـــرڅ کــــــــړی
شاعر : میرویس «ملګری»
دهرات ښار