څوغوره ويناوې ... ترنم باباابدالئ
-
درې شیان په آسانۍ له لاسه مه ورکوۍ :
۱:دوست ۲:وخت ۳:ځواني
• درې کسان تل واجب الحترام دي :
۱:مور اؤ پلار ۲:استاد ۳:قانون
-
درې شیان په خپله ګټه ولري:
۱:عقل ۲:صبر ۳: همت
-
درې شیان تربل هروخت لمړئ وپیژنۍ:
۱:خدائ ج ۲:ځان ۳:دبل حق
-
همیشه درې شیان په یاد ولرۍ:
۱:مرګ ۲:احسان ۳: قرض
-
له درې شیانو ځان وساتۍ :
۱:فریاد ۲:افسوس ۳: ښېرا
-
له درې شیانودساتنې لپاره تل جګړې ته اماده واؤسي:
۱:دین ۲:وطن ۳:ناموس
-
درې شیان تل ترخپلې ارادې لاندې ساتۍ :
۱:ژبه ۲:زړه ۳:غوږونه
-
ددرې شیانو په ساتنه کې ټینګ واوسۍ:
۱:سترګې ۲:جامې ۳:نفس
-
په درې شیانوپابند واؤسۍ:
۱:لمونځ ۲:ريښتیاویل ۳:دخدائ ج دمخلوق خدمت کول.