دسفردلمانځه ضروري مسئلې !!!
مؤلف : قاري شریف احمد
ژباړن : محمدرسول پیروز
۱مسئله :: مسافرچي کله دخپل کلي له ابادي څخه نه وي وتلي ترهغه وخت دي قصرلمونځ نه کوي که دکوم ښار مرکز په ابادي کي دننه وي ترڅوله ابادي څخه وتلي نه وي مسافرنه ورته ویل کیږي .
۲مسئله :: که یې په کوم ښاریاځای کي ترپنځلس دکموورځونیت ؤهغه
مسافردي باید قصرلمونځ وکړي . (هدایه)
۳مسئله :: که په کوم ځای کي ددؤځلوروورځواراده وه خوکارپوره نه شو، بیایې ددؤ ځلورنیت وکړ بیاکارنه شوبیایې ددؤ ځلورورځونیت وکړنوهغه بایدقصرلمونځ وکړي .
۴مسئله :: که کوم مسافرڅلوررکعتیزلمونځ پوره وکړ قصریې ونه کړکه یې پردویم رکعت ناسته کړې وه نوپه اخیرکي دسجده سهوې په کولولمونځ صحیح کیږي .
لیکن که یې قصداً څلوررکعته وکړل نودوه رکعت فرض شول اودوه نفل .
که یې په دویم رکعت کي ناسته ونه کړه نوڅلوررکعت نفل کیږي ،فرض دي دویم ځل وکړي . (درمختار)
۵ مسئله :: په روان اورګاډي اوبیړۍ کي لمونځ روادی که دسرګرزېدو اولوېدووېره نه وه نوپه ولاړه لمونځ ضروري دي خوکه یې په ولاړه لمونځ ونه کړپه ناسته یې وکړبلاشرعي عذره په ناسته فرض لمونځ نه اداکیږي . (درمختار)
۶ مسئله :: که دلمانځه کولوپه حالت کي اورګاډي یاجهازقبله بدله کړه نوسمدستي دي دقبلې ولورته راوګرزې کنه لمونځ یې نه کیږي .(درمختار)
۷ مسئله :: مسافرکــــه ډاډه ؤباید سنـــت مؤکده هم وکړي اوکه بیړه وه یااورګاډي ځني تلي یادکوم بل شي په وجه یې اطمنان نه ؤ نودسنتوپه پرېښودلوکي یې ګناه نشته . (شامی)
۸ مسئله :: که دکوم کس په جهازیاکشتۍ کي خواګرزي ،قي ورځي یایې سرچکرخوري اودناستې دلمانځه قدرت هم نه لري هغه بایدپریوزي په اشاره سره لمونځ وکړي . (احکام سفر)
۹ مسئله :: له چاڅخه په سفرکي لمونځ قضاشوی وي هغه له مقیم کېدلووروسته هم قصرکولای شي .(عالمګیري)
۱۰ مسئله :: که امام مسافرؤاومقتدي مقیم ؤامام دي خپل دوه رکعت وکړي سلام دي وګرزوي اومقیم مقتدي دي سلام نه ګرزوي خودامام له سلام ګرزولووروسته دي دوه رکعت نوروکړي اوپه دادوواړورکعتونوکي دي قرأت نه وایي خودقرأت ویلوپه اندازه دي چپ دریږي . (عالمګیري )
۱۱ مسئله :: که یې په لمانځه کي دننهدپنځلسوورځونیت وکړنومسافرنه دی په کوم لمانځه کي چي دپنځلسوورځونیت وشونوهغه لمونځ به هم پوره کوي . (بهشتي زیور)