روایت دي چي دقیامت په ورځ له ټولونه مخکي دبنده لمونځ ته کتل کیږي که دهغه لمونځونه مکمل وي نودلمونځونوپه شمول دهغه ټول اعمال قبلیږي اوکه بي لمونځونه ناقص وه نودهغه اعمال ردیږي

                      روزمحشرکه جان ګدازبود           ×××××     اولین پرسش نماز بود

دنبي (ص) فرمان دي چي فرض لمونځ دترازوپه شان دي چا چي هغه پوره کړ هغه کامیاب سو حضرت یزیدالرقاشي (رح) فرمایي چي دمحمد(ص) لمونځ به داسي برابر وولکه تلل شوي چي وي دنبي (ص) فرمان دي چي زما دامت به دوه کسان لمونځ کوي دهغه رکوع او سجده به یوډول وي مګردهغوپه لمونځونوکي به دمځکي او اسمان فرق وي . په یوه کي به خشوع وي اوبه بل کي نه وي نبي (ص) فرمایلي دي چي الله تعالي دقیامت په ورځ پرهغه بنده درحمت نظرنه اچوي چاچي درکوع او سجدي ترمینځ خپله ملانه وي برابره کړي دنبي (ص) حدیث دي چي هرچاچي خپل پروخت لمونځ وکړښه اودس یي وکړ اورکوع او سجده یي په خضوع او خشوع سره وکړه دهغه لمونځ دسپین براق په شان اسمان ته ځي اووایي چي اي بنده څنګه چي تازما محافظت وکړ نوالله تعالي دي ستا محافظت هم وکړي لیکن چاچي خپل لمونځ په خپل وخت ونه کړنه یي اودس صحیح وکړاونه یي رکوع او سجده په خشوع اوخضوع سره وکړه دهغه لمونځ په تور رنګ اسمان ته ځي اووایي اي بنده څنګه چي زه دي خراب کړم نوالله تعالي دي تاهم خراب کړي حتي چي هغه لمونځ وپیچي اودي بیرته په وولي .

منبع !

مکاشفته القلوب !

لیکوال : امام غزالی (رح)