غزل
هغه چې نن له نازه غږیده لکه شپیلۍ
په زړه مې څه خوږه رالږیده لکه شپیلۍ
زه لکه د بغې سریندې راوتی ساز یم
خو ته لکه رباب لکه ټپه لکه شپیلۍ
هېره به مې نه شي د شهید لالي مېړانه
سوري یې په مرمیو وه سینه لکه شپیلۍ
ښامار د زمانې کا دې د غاړې امېل غواړې
موسکا د راته ورو ورو غږوه لکه شپیلۍ
یو زه او ستا یادونه او نرۍ نرۍ سلګۍ
جانانه لکه شپون لکه رمه لکه شپیلۍ
ق.درمان
28.09.2012
- فضل الربي رستم
غزلزړه پکې دربل+ ښه دی زلفو کې د ول ښه دینه چې یې منل ښه دی پریږده اوس پاګل ښه دی ته راسره تل اوسه اس د بیلتون شل ښه دیپیغلې د ټپې لیکي ژڼو ته غزل ښه دی ژمي کې به خوست ته ځو اوړي کې کابل ښه دی څومره ښه منظر لري ګل د په اوربل ښه دیغم د راسره وي تل تانه یو په سل ښه دیپیغله په کور ښه ښکاري ژڼی په مورچل ښه دی...
02.11.2012
- فضل الربي رستم
غزل
ورته ناست مې د زړګي په کو پیریان دي
اننګي د غبرګ ګلونه د رېخان دي
اعتبار نشته پاچاهان که ملایان دي
چې پېښ نه دي تر هغې پورې شېخان دي
چا چې دلته ډېرې میندي بورې کړي...