غزل

د سترګو جنګ کې د ناڅاپه چې باڼه وران شـــــــــــي

لکه په خپل منځ کې چې ښکلي پښتانه وران شـــــــي


اشنا په زړه مې نور د هجر غشي مـــــــــــــه واروه

بلا دې واخلم د وران شوي به نور څه وران شـــــــي


د پښتنو چم دى ديدن دومره اسانه نه شــــــــــــــــــي

د زنې خال به د جينۍ په ديواله وران شـــــــــــــــــي


زه د تالا شم زه د ومرم هيڅ خـــــــــــــــبـــره نه ده

خو خداى د نه کړي چې زما نه د چا زړه وران شي


درمانه هله به د ژوند په خواږو وپوهيــــــــــــــــږې

چې بخت ياري وکړي او کور د بيلتانه وران شـــــي


قدرت الله درمان خوست