غزل
اوري له هر لوري په ما ستا د بیلتون کاڼې دي
زیړې مې په تا پسې اشنا د ژوندون پاڼــې دي
ستا په زیړ بخنو اننګیو باندې سرې زخـــــې
ته وا د ګلاب په زیړو پاڼو کښې مماڼـــې دي
راغلې د ګودر په لوري دنګې غاړۍ وګــوره
ته وا چې په سیل راوتي بطې دي یا زاڼې دی
خپله که سپرلی نه خو کم د سپرلي هم نه دی
مخ یې د ګلاب په څیر او شنډې یې ګلپاڼې دي
ځار دشم د مینې مخبت خوږې قیصې کــــوه
مه کړه د نفرت قیصې ترخې لکه بیکیاڼې دي
نشته دي درمانه داسې څوک چې یې خوښیږي نه
ښکلي پیدا شوي په مثال لکه زرکاڼــــــــې دي
قدرت الله درمان
خوست