غزل
ستا د وعدې په اعتبار خوبونه
له سترګو وړي ستا انتظار خوبونه
د شپی می ټوله شپه ستا غم ژړوي
ځکه کوم اوس په سهار خوبونه
کلی کی څومره ډیر خوندونه به ول
چیرته د کلی او د ښار خوبونه
ژیړ مازیګر د چینی یخه غاړه
پر غرمو لاندی د چنار خوبونه
چی خوبولې سترګی ستا ووینم
ما زنګوی پر لویه لار خوبونه
ستا په خوبونو کی به زه یم که نه ؟
ستا له خوبونو نه می جار خوبونه
ګلالۍ خپله صداقت وخوړه
ځکه کوي په سر د دار خوبونه
ګلالۍ خوستۍ