غزل
کتل مې چې دا ستا د مخ ډیوې ته مخامــــــخ
په خپله مې زړګې کړلو لمبې ته مخامــــــــــخ
نارې د یارانې کړم زمانې ته مخامـــــــــــــــــخ
خو دا خبره کړی نه شم هغې ته مخامـــــــــخ
بل مطلب مې نشته بې له مینې بې له مینې
راځه چې درته ودریږم قیبلې ته مخامـــــــــــخ
انداز د خپل پریمان ښایست به خپله درته وشي
لږ وګوره په زیر زیر ایينې ته مخامـــــــــــــــــــخ
دا ستا د مخ په لید مې وشي داسې د زړه سود
اشنا لکه یو تږی شي چینې ته مخامــــــــــــــــخ
درمانه د هجران زخم که څو ساتمه پـــــــــــــــــټ
اخر به هم دا درد شي زمانې ته مخامــــــــــــــــخ
قدرت الله درمان سعودي عرب
۲۸/۳/۲۰۱۱
الریاض