غزل

څوک هندو شو څوک يهود شو ائېنې !
انسانيت څومره محدود شو ائېنې !

درنه لاړمه خو پاتې رانه ، ستا
حافظه کې خپل وجود شو ائېنې !

نظرمات له دې يې ګڼه يو تور خال
دا مې زړه و درته دود شو ائېنې !

ستا د سپين زړه سپېڅلتيا، ستا انعکاس
زما درد زما سرود شو ائېنې !

په لېمو کې يې زما د زړه سرخي
جوړ پرې ستا رنګ او نمود شو ائېنې !

جلال امرخېل