دا غزل جلال او  رستم  ته او الهامه ته خو مسافر نه يې!!

نور دې نه شم زغمی غم ، کلي ته راشه

بندوم دې په قسم کلي ته راشه

په بل وطن کې دي تا څه لیدلي

هر څه پریږده ،  په همدې دم کلي ته راشه

ما ته هم یوه ګیډۍ د ګلو راوړه

ای جانانه په تورخم کلي ته راشه

د مجلس یاران مې نشته یم یوازې

خدای ته وګوره ، صنم کلي ته راشه

زه ګوهر به کړم تر څو درته سوالونه 

دا دې وچ مې شو قلم کلي ته راشه

      انعام الله ګوهر