غزل

خدايزده که دې سترګو ته رانجه شمه
هسې به په زړه اوبـــــــه ، اوبه شمه

ته او خدای دې ،خدای دې مړ کړه نه وايې ؟
کله چې بې وخته در پـــــــه زړه شمه

ستا د هـــــجــــــر سرې تبې نيولی يم
تــــــــــه راتــــه دعا کوه چې ښـــــــه شمه

لاس دې د دعا شي مسيحا ګلې !
هر وخت چې په حال د پرېواته شمه

ته راته خوږې خوږې ګيلې کوه
زه به دې ويده په زنګانه شمه

زه به زمانه ځان ته راماته کړم
رنګ به د حالاتو په رنګ نه شمه

ستا له تورو سترګو بهر نه وځم
شپه ده ، نه چې ورک له خپل کاله شمه

جلال امرخېل