غزل

مين زړګی چې ورته لاره په غرمو ونيسي 
لکه بی وسه اوښکه هيله دبــڼــــو ونيسي 
زما جانان زما ددواړو سترګو نور دی خلکه 
لکه يوسف کميس په سترګودړندو ونيسي 
ما يې دسترګو په اينو کې يو خمار ليدلی 
ډير مينان به بيا دعشق په ګناهـــــو ونيسي 
ستاپښتنې مينې مې داسې لاس او پښې تړلي 
کـــه ليونی دتورو غرو په زنځـــــــيرو ونيسي 
زه بــــــــه دسر په بـــيــــه ساتـــم ای دزړه ګلابه 
خير که رنځوره زرکه غيږه داغزو ونيسي

    زرکه