مساپر
ستا په نامه زه ګرانه ناسته يمه
تورې کمڅۍ سپينوم ستا لپاره
منم چې عمر دې سفر کې تېر شو
سختي شېبې دې په ځان وزغملې
زه دلته هره شپه سپوږمۍ پوښتمه
له سپينو ستورو سره خبرې کړمه
د باد څپو سره په جنګ يم هر وخت
خو ستا خبرې راته څوک نه کو ي
ټپې سندرې راته څوک نه کوي
اوس چې مرغان دا ستا له لوري راځي
ماته بلا پوښتنې مخې ته شي
وايم چې کاش!
ستا هم وزر وای داسې
له تورو غرونو راوختلای شولای
لکه شاهين ستا هم سفر وای داسې
اوس چې کارغه د کور پر بام کيني
کاغ کاغ شروع کړي په زيړي مازديګر
زه پرې دا ستا د راتلو فال ونيسم
او بې اختياره دعا وکړم درته: 
مساپري دې ډېره وکړه
منګول دې ډکه شه چې ژر راشې مېنه.

حمیده پکتیانۍ