غزل

درد له زړه نه اندامونو ته غځيږي
لکه وينه چې رګـــــونو ته غځيږي

څڼورو بلا زړونــــــه لاس ته راوړل
جنګ له غرونو نه ښارونو ته غځيږي

د مــارجــې د جنتي ځمکې درځونه
اوس د ارګ و دېوالونو ته غځيږي

تر دې پس به هم چوپتيا کوم مصلحت وي؟
د غليم لاس چې شالــــونـــــو ته غځيږي

 دا چې نن دي ، په جونګړو باندې بلې
دا لمبې به محلونو تــــــــــــه غځيږي

ستا غمونه ټول زما زړه ته رادرومي
ويالې ټولې دريابونو تــــــه غځيږي

دا ازغنې ، دا چـــــړې چــــړې جــلاله
د حــــق لارې جنتونو ته غــځــيــږي

       جلال امرخېل