د ۲۰۱۸ کال د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو د ځانګړې سرمشریزې په لړ کې د تیرې جمعې په ورځ د اندونیزیا او استرالیا د دفاع او بهرینو چارو وزیرانو دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه.

یاده ناسته د استرالیا په پارلمانې دفتر کې ترسره شوه چې دواړو خواوو په دغه ناسته کې په سیمه کې د لا ښه امنیت تینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه ټینګار وکړ.

همدارنګه دواړو خواوو د انسانې قاچاق او سایبر ضد فعالیتونو پر مخنیوي او په سمندرونو کې د ښه امنیتي تدابیرو د چمتو کولو په هکله هم خبرې اترې ترسره کړې.

په دغه ناسته کې د اندونیزیا د دفاع وزیر رایا میزاډ وویل، سمندري امنیت د اندونیزیا په لومړیتوبونو کې قرار لري ځکه مونږ غواړو اندونیزیا د نړۍ سمندري تجارت محور وګرځي.

نوموړي زیاته کړه، د جنوب ختیځې آسیا سمندري امنیت نه یوازې د اندونیزیا لپاره خورا ډیر مهم دی بلکې د دغه سیمې د ټولو هیوادونو او آن د ټولې نړۍ لپاره خپل جلا جلا ارزښت لري، ځکه د نړۍ اقتصاد پر سمندري سوداګرۍ څرخیږي او که چیرې سمندرونه ناامنه شي نو ښایي ګڼې ستونزې رامنځته کړي.