‌‌‌‌‌‌‌‌خاطره

نن بیا هغه تیر وختونه مې زړه ته را ولویدل او قلم دې ته مجبور کړم چې په اوښکو یی هاغه شیبې ولیکم ، هاغه شیبې چې  زه او جانان به د بیرې د ونې لاندې ناست ؤ،   په خپلو عطرورینو خبرو به یی زما د خولې نه په کړس کړس خنداوویستله د هغه د خندا انداز به داسې ؤ چې زما به خندا    ودریدله ،د سترګو دید به مې بلې خوا نظر پریخود د هغه خندا  او  زما سترګو به ځنډنی جنګ شروع کړ ، داسې به مې محسوسوله چې جنت همدې ته وایی  ، جنت کې همداسې مزې وي  او په یوه لوی سوچ کې به ډوب شوم  لابه  هماغسې   د سوچ په سمندر کې ډوب وم تر څو به یی چې په څنګل ووهلم ، په جلا  اندازکې به یی راته وویل:  ته  چیرې یی، ته په کوم سوچ کې ډوب یی.  نو موسکئ به شوم   ددغه انداز  غوښتنه به مې بیا بیا کوله.                 

ما به چې کله ګلاب ولیده نو جانان او  کله چې به مې جانان  نو  ګلاب به مې سترګو سترګو ته کیده ، خدای خبر چې د  جانان  او ګلاب ترمنځ کوم تړاو   ؤ .  یوه ورځ مې د ګلاب پر مخ اوښکه ولیده  ، وارخطا شوم ،  ترپیدلی ترپیدلی جانان ته راغلم  ، ګورم  چې جانان روڼ سبا کې ژاړي  په زړګي مې دردونو حمله  وکړه ،  په چټکئ سره مې ترې وپوښتل  ولې ؟ ولې؟      خیر خو دی . 

 په ژړه غوني انداز  کې یی ځواب  راکړ : ګویا زما او ستا لارې بیلې شوي  ، پلار مې د یو څو  روپګیو ( ولور)  له وجې د بل کوډلې ته لیږي  ، هغه ته  زما له ژونده  روپۍ ډیر مهمې دي .

همدې سره مې په وجود طوفاني تالنده راغله.   بینوا را روان شوم   او په اخري سلګیو کې مې د  پښتو دې رواج ته ډیرې ښیرا او سپکې سپورې  وکړې.