د خارجی سرمایه ګذاري تاثیرات او ګټورتوبونه
لکه څرنګه چی پوهیږو، اقتصاد د یو هیواد د پاره د اقتصادی،ټولنیز،او سیاسی پرمختګ د پاره د ملا تیر جوړه وی، د نړې ټول هیوادونه د اقتصادی قوت د نقطی د نظره په دریو برخو ویشل شوی.
لومړی پرمختللی
دوهم مخ پرودی هیواونه
وروسته پاتی هیوادونه
د نوموړو هیوادونو د پرمختګ او نه پرمختګ په پروسه کی ډول ډول جریانونو برخه اخیستي، مثال هغه هیوادونو چی پرمختګ کړی لکه امریکا او نور اروپایی هیوادونو دوی له ډیره پخوا وخته خپلو ملتونو ته کار کړی زیار یی ایستلی وګړو یی د وطن او خپلي اینده په خاطر بی شماره قربانیانی ورکړي، دلته په المان کی له یو سپین ږیری بوډا سره مخ شوم، هغه راته ویل چی دا هرڅه مونږ په تکنالوژی او ماشین ندی کړی،لکه څرنګه چی رښتیا هم په هغه وخت چی المان د دوهم نړیوال جنګ کی کډوډ شوو او هیڅ هم ورته پاته نشوو نو د تکنالوژی او ماشین الاتو نوم په دور بین کی هم نه ښکاره کیده، نو بوډا ویل چی پدی خپلو لاسونو ما او زما میرمنی شپاړس ساعته د ورځی کار کول، او بس همدا زمونږ کوښښونه ول چی اوس زمونږ ټول راتلوونکی او زمونږ نه وروسته نسلونه په امن سوکاله او د خوښی د ژوند څخه برخمن دی، نو په رښتیا هم هره ټولنه کار او زیار ته اړتیا لری، د دولتونو وظیفه دادی چی د خپل هیواد د اقتصادی پرمختګ د پاره ښی منظمی اقتصادی پالیسیانی جوړی،عملی او کنترول کړي.
پدی ۲۱ پیړي کي د نړي هیوادونه ټول د تکنالوژی او نورو سکتورونو د پرمختګ له کبله لکه یو کلي داسی ګرځیدلی دی، او لکه څرنګه چی ورځ تر بلی د ټولنی د وکړو خواهشات په زیاتیدو دی، ددی په خاطر چی د یو هیواد وکړي هر ډول توکی ته په بازار کی لاس رسی ولری، د نړئ هیوادونو نړیوال تجارت ته مخه کړي، د نړیوال تجارت څخه ددی نه علاوه ډیري نوری ګټی هم لری، لکه د نړیوال تجارت په وسیله یو هیواد کولای شی چی د خپلو منابعو د ضایع کولو څخه مخنیوی وکړی،کولای شی چی د خپل ضرورت څخه زیات تولید شوی توکي د نړیوال بازار د لاری نورو ملکونو ته هم صادر کړی،او هغه توکي چی یا یی په خپل هیواد کی د تولید کیدو په خاطر زیات مصارفو ته اړتیا لیدل کیږی او یا هم داسی کاری قوه او ماشین الات ونه لری چی نوموړي تولید پری جوړ کړی،نو نوموړی هیواد کولای شی چی د بل هیواد څخه په ارزانه او ښه کیفیت سره د نړیوال مارکیټ څخه خپل ملک ته وارد کړي. بله د پام وړ ګټه کوم چی په اوسنی وخت کی د نړئ د هیوادونو په منځ کی زیاته د پآم وړ او د هیوادونو ترمنځ د رقابت د پیدا کیدو وسیله شوی دی،هغه هم خارجی سرمایه ګذاری دی یا Foreign Direct Investment خارجی سرمایه ګذاری کوم وخت چی د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته د اروپایی هیوادونو اقتصاد پدی کچه کی نه وو چی زیات توکي په خپله د هیوادونو په داخل کی تولید کړی،نو د ضرورت ځینی توکي به یی د امریکا څخه را واردول، د څه وخت په تیریدو سره د اروپایی هیوادونو کمپنیانو د نوموړو توکیو د تولید کیدلو طریقه د امریکایی کمپینیانو څخه کاپی کړه، او خپل یی په تولید شروع وکړه، ولی د مسلکی کسانو او د موډرینو ماشین الاتو د نه موجودیت د کبله د دوی تولید په قیمته د بازار وکړو ته پریوتل، نو ددی سره امریکایی کمپنیانو د اروپایی بازار د تقاضا د پوره کولو پخاطر په اروپا کی د کمپنیانو په جوړه ولو پیل وکړ،چی لدی سره د خارجی سرمایه ګذاری تاریخ پیل او د نورو هیوادونو د توجه وړ هم وګرځیدل، د خارجی سرمایه ګذاری ځینی د پام وړ ګټی د سرمایه ګذار د پاره:
څرنګه چي په تجارت او اقتصاد کي موثقو معلوماتو ته لاس رسي، دیو خاص او ځانګړی ګټی څخه شمیرل کیږی،نو څه وخت چی یو خارجی سرمایه ګذار په کوم هیواد کی سرمایه ګذاری کوی،کولای شی چی په ډیری اسانی سره د خپل کاروبار په باره کی معلومات د داخلی بازارونو څخه ترلاسه کړي.
دوهم هغه مصارف کوم چی مخکي به یی د تولیداتو په صادرولو مصرفول، سرمایه ګذار د کمپنی په جوړولو سره د نوموړو مصارفو څخه خلاصیږی.
دریم د سرمایه ګذار د تاوان خطر ورسره را کمیږی، لکه څرنګه چي په اقتصاد علم کی دا یوه مشهوره مقوله هم دی چی خپله سرمایه په یو کار کی مه بندوي بلکی که غواړي د کار د خطر اندازه مو کمه وی نو په ډول ډول کارونو او ځایونو کی خپله سرمایه ولګوي، نو پدی سره چی یو سرمایه ګذاري په بل هیواد کی خپله سرمایه بندوي، د خپلي ګټي د خونديتوب په خاطر دا عمل ترسره کوي.
څلورم د خارجي سرمایه ګذاری په کولو سره د نوموړي د تولیداتو، نوم او شعار په نوموړي هیواد په مارکیټ کی د خلګو په منځ کی مشهویږی او د ټولنی د وکړو په منځ کی محبوبیت پیدا کوی، چي دا فکتور په اقتصاد کي ځانګړي ارزښت لري، او د تولیداتو په خرڅلاو کي ډیر مثبت رول لوبوي.
د کوربه هیواد د پاره هم خارجی سرمایه ګذاري ځینی فایدی لری،لکه خارجی سرمایه ګذاري، کوربه هیواد ته د نوي تکنالوژی، د بی کاري د سطحی راټیټول،نوي کاری فرصتونه، د کارګرو مسلکي کیدل، په داخلي کمپنیانو کی د رقابت د رامنځته کیدو، د سرمایی د تشکیل او داسی نور ګټورتوبونه د ځان سره راوړي.
د خارجي سرمایه ګذاري یا Foreign Direct Investment ډولونه:
Greenfield investment: د خارجي سرمایه ګذاری هغه ډول ته ویل کیږي، چی کله یوه نړیواله کمپني وغواړي په کوم بل هیواد کی خپل تولیدات او یا هم کومه بله نوي صنعتی کمپنی جوړه کړی.
Merger and Acquisition د دوه کمپنیانو یو د بل سره یوځای کیدل او یا هم یوه کمپني د بلی کمپني لخوا واخیستل شی: دا هغه ډول خارجی سرمایه ګذاری دی،چی کله څو غټی خارجی کمپینیانی سره یو ځای په ګډه په کوم بل هیواد کي په کوم نوي تولید باندی سرمایه ګذاری وکړي،او یا هم چی کله د کومه داخلی کمپني د خارجی کمپني د خوا واخیستل شی دی ته بیا Acquisition وایی.
Horizontal FDI یا افقي خارجی سرمایه ګذاري: دا هغه ډول سرمایه ګذاری ته ویل کیږی،چی کله یوه خارجي کمپنی، خپل پخواني تولیدات په کوربه هیواد کی تولیدوی.
Vertical FDI یا عمودي خارجي سرمایه ګذاري: هغه خارجي سرمایه ګذاري ته ویل کیږی، چی کله یوه نړیواله کمپني، د خپلو تولیداتو د مصارفو د کمولو په خاطر د خپلو تولیداتو، د هري برخي د تولید په خاطر په مختلفو هیوادونو کی سرمایه ګذاری وکړی، لکه، د کاری قوي د مزد د ارزاني په خاطر د جرمني د فلوکسواګون د موټرو کمپني په چین کی زیاته سرمایه ګذاري کړي دی. چی دا بیا خپله په دوه ډوله ویشل شوی، یو ته یی عمودي شاته یا Backward Vertical پدي ډول سرمایه ګذاري کی داخلی کمپني خارجی کمپنی ته خام مواد برابروی،نور تولیدغټه خارجی کمپني ترسره کوی،او بل ته Forward vertical یا عمودي په مخ، دا هغي ډول سرمایه ګذاری ته ویل کیږی چی کله دوه کمپنیانی یو بل په داسی ډول سره تړي چی داخلی کمپنیاني د خارجي کمپني تولیدات په داخل دی هیواد کی پلوري.
لیکنه او پلټنه. پوهنیار صفی الله سمون د کندهار پوهنتون استاد