د ګران، وطن دوست،لیکوال،شاعر،او دکلیوال ادبی بهیر د مرستیال غنی خان غالب نه په منني سره !

دعلمي اواکاډمیکوبنسټونو اومراکزودبډاني یومهم معیاردعلمي اثاروتالیف،ژباړه،اوخپرول دي

،دداسي اثارولیکل اویاژباړل چې ټولنه ورته ضرورت لري که هغه په دولتي اویاغیري دولتي چوکاټ وي باید خپاره شي له یوې خواکه دداسی اثاروخپرول فکري انکشاف رامنځته کوي له بلي خوادهېواد په سیاسي اواقتصادي پرمختګ ښه رول لوبولای شي اوهرهغه قوم یاهېوادچې دپرمختګ په لوري ګامونه اخلي لومړنی اواساسي شرط یې په خپله مورنۍ ژبه  دعلمي اثاروخپرول دي.

 له نېکه مرغه زموږدګران هیوادافغانستان دقدروړاستادانو،لیکوالانودهېواد دپرمختګ اودخپلي ژبي دبډایني لپاره شپه و ورځ په ځان یوه کړي اود اساسي ستونزي ته ډیرپه دقیدسره ځیردي اوالحمدالله تردې دمه يې ډیرداسي علمي اثارلیکلي اویايې له نوروژبوڅخه راژباړلي دي چې زموږنسلونه به ترې استفاده کوي.

 زموږدهېواد پیاوړولیکوالانودالړۍ یواځي ترادبي اوسیاسي کتابونوپوري محدوده ونه ساتله اوس يې داده اقتصادته دهم ریښې کړي دي اوپه دې برخه کې یې هم دکتابونوپه لیکلواوژباړلوپیل کړی دی چې هغه کې یو(اقتصادي سیاست)کتاب دی ،دالومړنی ځل دی چې یوداسي علمي اواقتصادي کتاب پښتوژبي ته راژباړل کیږي چې په نړۍ والوپوهتنونوکې تدریس کیږي ددې کتاب لیکوال پوهاندډاکټرهیلموت کارل دی چې دالمان د رورـبوخم دپوهتنون داقتصاداومدیریت دعلومودپوهنځي داقتصادي سیاست دڅانګي مشردی او ژباړه یې دکندهار پوهنتون داقتصاد دپوهنځي علمي کدر دوو تنو ځوانو غړیو هر یو پوهیالي خواجه محمد احمدزی او پوهیالی صفی الله سمون کړي ده.

دا کتاب دافغانستان داقتصاد پوهنځیو دعلمي اثارو دژباړي اووم کتاب دی دټول هېواد داقتصاد دپوهنځیو لپاره دغه ژباړي ترسره شوي دي.

ددې کتاب نه یې موخه داده چې درسي پروسه اسانه او محصلینو ته په خپله مورنۍ ژبه داسي مواد چمتو کړي چې په ډیره اساني سره ډیر څه زده کړي او دا کتاب (اقتصادي سیاست) په داسي معیار ژباړل شوی دی چې دژباړي امانت ساتنه او دلیکوالۍ معیار په کې رعایت شوی دی او په دومره روانه او ساده پښتو لیکل شوی دی چې لوستونکي هیڅ دا تصور نشي کولای چې دا دي ژباړه وي او ددې نه مخکې موږ داقتصاد په پوهنځیو کې داقتصادي سیاستونو په نوم یواځي لیکچر نوټونه موجود وو خو دا په لومړي ځل لپاره یو بشپړ پښتو ته ژباړل شوی کتاب دی،په دغه کتاب کې داقتصادي سیاستونو ډیر مهم بحثونه لیکل شوي دي لکه: داقتصادي سیاست موخي، داقتصادي سیاست تیوري، داقتصادي سیاست دندي،درفاه، دری چاري، اقتصادي سیاست معقولیت او دعامه اجناسو خصوصیات، داستخدام مسایل، سیمیز اقتصاد او سیمه ایزه پالیسي شامله ده.

ددې کتاب یو ډیر ضروري او غوره بحث دچاپېریال اقتصاد دی، چې په دغه بحث کې دچاپېریال ساتني ستونزي ډیري ښې بیان او ښودل شوي دي او په ځانګړي توګه دپرمختللو هېوادونو ترڅنګ دپرمختایي هېوادونو داقلیم ساتني مسایل هم راغلي دي په دې توګه دغه اثار زموږ دعصر لومړيتوبونه بیانوي.

ددې کتاب یو تن ژباړونکی صفي الله سمون دی نوموړی په کال ۱۳۶۶هه  دغزني ولایت داندړو په ولسوالی دنرمي په کلي کي زیږدلی ده ښاغلي صفي الله سمون لومړنی زده کړي داندړو ولسوالی په سلطان شهاب الدین غوري لېسه کې سر ته رسولي او په ۱۳۸۳هه کال کې دننګرهار پوهنتون داقتصاد پوهنځي ته بریالی شو او هلته یې په ډیره میړانه خپلي زده کړي سر ته ورسولې او په کال ۱۳۸۸هه دننګرهار پوهنتون داقتصاد له څانګي په کدری درجه دفراغت بریلیک تر لاسه کړ چې په هم هغه کال یعني ۱۳۸۸هه کې دکندهار په پوهنتون کې داستاد په توګه مقرر شو او له شپږو میاشتو ورسته دالمان هېواد ته داقتصاد په برخه کې دماسټرۍ لپاره ولاړ او تر دې دمه هلته په خپلو زده کړو بوخت دی او دژوند په ټولو چارو کې ورته له لوی څښتنه بریالیتوب غواړم.