سور بریتور خوله خلاصه کړه، ژېړې داړې یې یو له بله واټن درلود، په غاړه یې ډبل زنځیر پورت و، پینڅې یې تر زنګو را بډوهلې وې، پکول یې پر ولو لګېده. لومړی مې فکر کاوه چې ښایي چا ورته په غاړه کې د زندان زنځیر ور اچولی وي؛ خو هغه په ډېر ویاړ سره زنځیر مچو کړ، له درې تنو نورو د جنبش غړو ملګرو سره یې چې څه وویل زه به یې کټ مټ درته وژباړم؛ ښايي ستاسې ژامې هم شخې کړي، معمليي ژبه ده.
کنډاس وویل: ته را ښکته شه، د حرموني بچیه! پلار دې د قلم په نیولو نه پوهېږي او ته جنبش خیر (زه خر یم...) پيشټرونه ټکوهې او په ماته املا په دیوال د جنبش شعارونه لیکې، زه لکه د مستې غوا زوی، چالاک یم. هله نو...
بې ادبي معاف، شاته یې د پتلانه منځ په ګوتو ور ټیل واهه. پوسټرونو ته یې پيشټرا وایه.
د هغه بل پلنګي پوش له ولو یې لومړی لغته واره کړه او بیا یې راخیز کړه: خیر زه خر یم. یعنې دوی په رښتیا ویل چې (خر یم، هغه چې خر وي)، دوی په اصلیت شکمن برېښېدل. فلمي اکټونه یې پیل کړل، داسې یې ښوده، لکه هیڅ چې یې د مکتب او ښوونځي په نوم څه نه وي اورېدلي او لیدلي. په بډو یې تورې اوږدې چړې را ځوړندې وې، زه په وحشتناکه نندارې وډار شوم. د لیلامي کوچونو دوکان ته ور ننوتم خو سترګې مې نه ترې اړولې، غوږونه خو مې بیخي ور سپارلي ول، دا نو د کابل ښار د کارته پروان سړک و.
د لغتو او خیزکو له یو څه وخت وروسته یوه تن کیسه پیل کړه.
ژباړه: ای ستا د پلان... خبره واوره، زه چې خارج کې وم، سخت خدای وشرمولم، اه ښه مې کار جوړ و، د غلا د پر پدر لعنت شي. یوه نجلۍ مې خوښه شوه، سپین سپی یې په غېږ کې نیولی و، پر سر یې لاس کشاوه، و مې دروله چې زه مساپر یم، د لېوانو له درې راغلی یم، هغه چې په ټول اوغانستان کې مې د مشر کارنامه یادېږي، را سره مرسته وکړه، هغې را لنډه کړه، څه غواړې؟
و مې ویل: هیڅ، فقد که ستاسې په کور کې یوه شپه راکړئ.
نجلۍ ومنله: ولې نه! افغانان که هر څنګه دي، زما یې غیرت خوښېږي، راځه!
هغو نورو چې د سړک پر سر یې د هرې نجلۍ قدمونه شمارل، کیسه اورېده.
کیسه کوونکي وویل: زړه کې خو پوهېدم چې دوی څوک یادوي، بس قسمت ته ګوره، هلته کاسې ته ورته وړوکی ژېړ جام مې تر سترګو شو، اورېدلي مې ول چې داسې پري ډوله او ناذکې نجونې د طلاوو په جامونو کې اوبه څښي. غلی مې د مساپرت په پنډ کې واچاوه، قمست ګوره، اخر هم مسي وخوت؛ خو په دې باریکۍ یې جبري له خارجه وشړلم.
بیا کیسې ته ادامه ورکوي: نجلۍ راغله ویې ویل: دلته کېنه، غواړې ډوډۍ وخورې؟
کړل مې: هو ولې نه، که تا د ظالم لور پخه کړې وي نو خورم يې.
ده په خندا کیسه کوله، ښايي ملګرو یې د شرم پرته پورته کول غوښتل، ویل یې (کدي یا نه؟)
اکټ یې وکړ، تر نامه یې لاندې ځای ته اشاره وکړه: (خیر خر یم نو) هغې چې سپی یې په غیږ کې نیولی و، وویل: تنها ډوډۍ خورې او که له مونا سره خوند در کوي؟
هلک ویل: زړه کې خو ښه خوشحال وم چې دا پیغله به هم را سره ډوډۍ وخوري او ښه به را باندې ولګي؛ خو فکر مې کاوه، مونا د هغې د سپي نوم دی، نو مې د نه ځواب ور کړ، بس دا ولاړه؛ خو زه کباب کړې خوښې ته په څلورو شوم، هی! په دوه دقیقو کې مې قابونه وسټل.
هغه بیا راغله: غواړې ولامبې؟
- ولې نه؟ ډېر خیرن یم، ان د اوغانستان خیرې مې را وړي دي.
جنبشي ملګري یې له خندا شنه شول، (ای نا شکره! تا ولې داسې ویل، اوس به ښه درته سر ټیټ کړي، لالا غوندې به دې ویلي ول؛ چې څه مې نه وي کړي ولې ولامبم؟).
فش شو یو تن د رنګ بوتل راواخیست، د هغه نوې جامې یې پرې ولړلې، په ملا یې په ګډه وډه املا ولیکل، (خیر خر نه یې نو...)
لږې منډې تړلې وشوې، په لوړ غږ یې وویل: ګورئ! تاسې د نااهله بچیان رښتیا هم لنډ غر یئ، مړه دا کار د سړیتوب دی؟.
کیسه بیا پیل شوه: هغې نجلۍ راته وویل، ښه نو ور شه ولامبه، که غواړې چې مونا دې خیرې در پستې کړي؟
- نه اړتیا نشته؛ جانم! زه کولای شم، په دېواله ځان و ګروم، موږ هلته همداسې کوو؛ خو زړه کې مې ویل چې کاش دغې پېغلې مې خیرې توږلې وای؛ خدای خبر چې بیا مو دا زګې چېرته پاکولې.
هغه ولاړه، ماښام بیا هماغه ډول ډوډۍ خوراک و؛ خو زړه کې مې وه چې شپې که په هر ډول وي، دا به له ځانه سره ویده کوم؛ خو چالاکي مې د بيعقلۍ له لاسه بې ځایه وه.
تخت یې را سم کړ، د روجايۍ د اوارولو پر وخت یې راته وویل: ښه تاریخي شپه به تېره کړې؛ خو دا ووایه چې یوازې ویده کېږې او که له مونا سره.
- ستخته غوصه مې راغله چې یو خو دا د مونا دومره ډېره شوقي ده چې زما هوس یې ټول ګډوډ کړ: نه بابا! نه غواړم، بس هـ، اااه؛ غواړم یوازې اوږد وغځېږم، (بهانه مې وکړه) موږ هلته حتماً ګډ ویده کېږو؛ خو دا پردی وطن دی. هغې وخندل او ووته: خیر ښه شپه.
ملګرو یې را ټیټ کړ، سخت یې وډباوه ورته ویې ویل: دا نو ستا خبرې دي، په تا نو موږ د (خیر موږ خره یو) جنبش چلوو؟؟؟
هغې له لاندې همدا چیغې وهلې چې تاسې مې پرېږدۍ کیسه واورۍ، ای ستاسې پلان او بیستان...
لنډه دا چې کیسه یې ډېره جالبه وه، دی چې کله د هغې ښکلې پغېلې له کوره راوځي نجلۍ هم تر دروازې ورسره مله وي، هلک خو په زړه کې ډېر ځان ته په غوصه وي چې باید له دې سره یې کم تر کمه په لاس ستړي مشي یا خدای پاماني کړې وای، بس په تریو تندی یې د تعلقاتو جوړولو هڅه وکړه، فرمایلي یې ول چې زه خو ستا دا نیکي نه شم هېرولی، که کومه ورځ راشم، نو په کوم نوم به دې پیدا کوم، ماته خو ستا نامه هم نه راځي. نجلۍ ورته ویلي ول، زما نوم مونا دی او د سپي نوم مې موتي، که له هر چا زموږ زموږ د نوم پوښتنه وکړې، پیدا به مو کړې. سړی له قهره تور او شین شوی، نجلۍ ترې پوښته کړې چې ستا نوم نو څه دی؟ که راشې چې درته را ووځم. هلک ویلي، زما نوم خر ابن خر او بیا دا خر ابن خر آن چې کلاُ خر...