بی له تا هره ګړي تیرول سخت دی

ته پوهیږی غلامي تیرول سخت دي

بی له تانه ژوند کول راته ګران شوی

په والله چه هرڅه کړل راته ګران شوی

ته مي ژوند یی ته مي هیله ته بهار یی

ته زما دهیلو څانګه رهنمایی

تانه لري یم افسوس کوم شیریني

هیڅ ساعت می نه تیریږی ګلرنګینی

کاشکی ټول مخلوق همداسی مینه ناک وایی

مینه مینه محبت وایی غم تالاک وایی

پدی ژوند او پدی خاوره کی نور تنګ یم

په سرو سترګو باندی ژاړم نور پتنګ یم

کاشکی نه وایی پیداشوی پدی ځای کی

پدی هسی بدنیتی او جنګ تالان کی

دلته نشته نن د هیڅ شی احساس نشته

د چا زړه کی نن زره د میني نشته

ښه نو ته ووایه دا به څه ژوندون وي

چی وطن نه یی پيښمانه وو ته غمګین یی

نور مي لاړو امیدونه خاوري خاوري

د ژوندون ټول هدفونه خاوري خاوري

هیڅ علاج می د زخمونو نشته خدایه

نور امید مي د لیدلو نشته خدایه

او زه سمون چی هرڅه لیکم بي فایدی دي

ځکه ټول بي سوادان دي که دلي دي او که وري دي

18/08/2011 Germany.