مه ګوره چی ودی سوم کتو باندی
یو دي وړم لمبه شوم په لمبو باندی
مینه کی څوک نه کړی داسی چاسره
زه دي کړم روان په بی بانو باندی
خیر دي که مین زه یم په تا باندی
اوس نو ژاړی ولی سترګو مړو باندی
ورکی کړه دا ښکلی خو نو ښکلی دي
مونږ ورنه په تنګ یو په نخرو باندی
څوک یی شاعران څوک لیونی کړلو
ښکلی هم بلا کړي په سړو باندی
زه دي کړم زخمی تا په کتو باندی
جوړ دي کړم شاعر پدی کارو باندی
سمون ۱۳۹۰ /۰۶ ۰۷ جرمنی بوخوم